د لاسرسي لېنکونه

پاکستاني پولیسو د یوې پاکستاني الاصله برتانوۍ مېرمنې د وژنې په تړاو د هغې دکورنۍ دوه تنه غړي نیولي دي.

د پنجاب ایالت پولیسو نن اعلان وکړ چې د سامعه شاهد د قتل په تور یې د هغې پلار او پخوانۍ مېړه نیولی دی.

۲۸ کلنه سامعه په جولای میاشت کې په پنجاب کې هغه مهال ووژل شوه چې دا د خپلوانو د لیدو لپاره هلته تللې وه.

پولیس وایې هغه زندۍ شوې وه.

د سامعې مېړه مختار کاظم وایې سامعه له دې کبله وژل شوې چې د خپلې کورنۍ د خوښي پر خلاف یې له ده سره واده کړی وو.

د سامعې پخوانی مېړه محمد شکیل نومېږي چې د قتل په تور او د هغې پلار چوهدري محمد بیا د قتل په تنظیم کې د همکارۍ په تور نیول شوی دی.

یوه لوړ پوړي پولیس ابوبکر بخش فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې د سامعې پخواني مېړه پر هغې تجاوز هم کړی دی.

هر کال په پاکستان کې سلګونه مېرمني د هغوی د خپلوانو له لوري د ټولنیزو او مذهبي اساساتو د سرغړوني په نامه وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG