د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، په حکومت کې هېڅ ډول کاري صلاحیت نه‎ لري او ولسمشر د هغه ټول واکونه ورنه ځان ته کړي دي.

په هغه ویډیو کې چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر د رئیس عنایت الله بابر فرهمند رسمي فیسبوک پاڼه کې نن خپره شوې لیدل کیږي چې جنرال عبدالرشید دوستم په ولسمشرغني تند انتقادونه کوي او وایي چې ولسمشرغني د هغه په کړنو باور نه لري او ترې ملاتړ نه کوي.

ښاغلي دوستم همدارنګه خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي چې یوه روښانه پریکړه د دې لوبې نه بهتره ده او اړتیا ده ترڅو خپل حق واخلي.

ښاغلي دوستم تر دیرشو یا څلویښتو ورځو پورې د جنبش ګوند له‎خوا د کنګرې جوړېدو خبر هم ورکړی او ویلي چې لاهم نا ویلې خبرې لري.

په تېر کې هم د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د حکومت په کړنو انتقادونه کړي.

خو تراوسه د افغانستان د جمهور رئیس دفتر د ښاغلي دوستم د دغو څرګندونو په اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG