د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

کري: پاکستان دې له سخت‌دریځو سره پر تړلو ډلو فشارونه زیات کړي


د امريکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د چهار شنبې په ورځ نوې ډهلي کې د ټکنالوژۍ په پوهنتون کې محصلينو ته په یوې غونډه کې له پاکستان څخه غوښتي چې له سخت‎دريځو سره اړوندو ډلو پر ضد خپل فشارونه زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان او پاکستان تر منځ د کشمير پر سر لانجه زیاته شوې.

کري زیاته کړه:

"دا روښانه ده چې پاکستان باید په دغه هېواد کې په تروريستي فعالیتونو کې لاس لرونکو ډلو پر ضد نور هم کار وکړي او دوی بايد له موږ سره همکاره وي. موږ دا په روښانه توګه ويلي چې د سخت‎دريځو پټن‎ځایونه له منځه يوسي چې نه يوازې د هندوستان او پاکستان پر خپل‎منځي اړیکو بد اغېز کوي بلکه په افغانستان کې سولې او ثبات ته له رسېدو څخه زموږ مخه نيسي."

کري:پاکستان باید په دغه هېواد کې په تروريستي فعالیتونو کې لاس لرونکو ډلو پر ضد نور هم کار وکړي
کري:پاکستان باید په دغه هېواد کې په تروريستي فعالیتونو کې لاس لرونکو ډلو پر ضد نور هم کار وکړي

جان کري وايي، امریکا اسلام‌اباد ته په څرګنده توګه ویلي دي چې باید د طالبانو اړوندې حقاني شبکې او لشکر طيبه پر ضد عمليات وکړي چې له پاکستانه د ګاونډيو افغانستان او هندوستان پر ضد حملې کوي.

خو ده دا هم ويلي چې پاکستان هم له ترورېزم څخه اغېزمن شوی دی.

کري: پاکستان هم له ترورېزم څخه اغېزمن شوی
کري: پاکستان هم له ترورېزم څخه اغېزمن شوی

ده وويل:

"پاکستان د ترورېزم له کبله په خپل هېواد کې له ډېر زيان سره مخامخ شوی دی. تر ۵۰ زره زيات کسان وژل شوي، کله چې يې دوی پر وړاندې عمليات وکړي، عکس‌العمل‌يې ډېر سخت وي او ډېر زيان واوړي چې عمليات نور هم ګران شي. نو موږ ټول بايد همکاري وکړو او پوه شو چې دا څومره ګران کار دی او بايد وار په وار پر مخ ولاړ شو."

امریکا د پاکستان پر استخباراتي ادارو تور پورې کوي چې د حقاني شبکې ملاتړ کوي او په افغانستان کې يې د هندوستان د مخ پر زیاتېدونکي نفوذ پر ضد کاروي، پاکستان دا تورونه ردوي.

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې چېرته چې ويل کېږي د حقاني شبکه ځای پرځای ده، عملیات کړي دي.

کري د سې شنبې په ورځ ويلي و چې راتلونکې مياشت به په نیويارک کې د افغانستان، امريکا او هندوستان درې اړخېزه غونډه کېږي خو پاکستان به‌يې برخه نه‌وي او پاکستان له دې خبرې بايد ځان یوې خوا ته ګوښه شوی احساس نه‌کړي بلکې د ترورېزم پر ضد د هېوادونو تر څنګ درېدو ته نور هم وهڅېږي.

XS
SM
MD
LG