د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري بنګله‌دېش ته ورسېد


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکې ته ورسېد.

ټاکل شوې نوموړی له بنګله‌دېشي چارواکو سره د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبري وکړي.

دا بنګله‌دېش ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه د جان کري لومړنی سفر دی.

دا بنګله دېش ته دبهرنیو چارو د وزیر په توګه د جان کري لومړنی سفر دی.
دا بنګله دېش ته دبهرنیو چارو د وزیر په توګه د جان کري لومړنی سفر دی.

تر دې دمخه جان کري په جنیوا کې د سوریې په اړه بحث درلود او هلته‌یې تصمیم ونیو چې د بنګله‌دېش له چارواکو، مخالفینو او هغو سیمه‌ییزو مشرانو سره وګوري چې له یو شمېر تندلارو له بریدونو سره په مبارزې بوخت دي.

په بنګله‌دېش کې تر ټولو وروستی ترورېستي برید چې تېره میاشت په پلازمېنه ډاکه کې پر یوه رستورانت وشو ۲۰ تنه ووژل شوه چې اولس تنه‌یې بهرنیان و.

د هغه برید مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې اخیستی وو، خو د بنګله‌دېش چارواکي وایي، په هغې پېښه کې د جماعت مجاهدین بنګله‌دېش لاس وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري څو د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ تر څنګ د نورو مسایلو لکه بشري حقونو او د اقتصادي ودې په اړه هم له چارواکو سره خبرې وکړي.

جان کري به په بنګله‌دېش کې تر لنډې مودې وروسته هند ته ولاړ شي او هلته به د هند او امریکا تر منځ د ستراتیژیک بحث په اووم دور کې برخه واخلي.

دا بحثونه داسې مهال کېږي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې لانجې راپورته شوي دي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ځایي اوسېدونکو د هند د واکمنۍ پر ضد پراخې مظاهرې کوي.

هند او پاکستان دواړه د کشمیر د مالکیت ادعا کوي
هند او پاکستان دواړه د کشمیر د مالکیت ادعا کوي

هند او پاکستان دواړه د کشمیر د مالکیت ادعا کوي او له همدې کبله تر اوسه د دوی تر منځ درې ځله سختې جګړې شوي دي، خو امریکایي چارواکي وایي، ټاکل شوې جان کري د دغې لانجې د هوارولو لپاره دواړه هېوادونه خبرو ته وهڅوي.

ډېری کشمیریان د هند د واکمنۍ ختمېدل غواړي او د خپلواکۍ په لټه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په دې سفر کې د هغه هېواد د سوداګرۍ وزیر او د امریکا د دولسو حکومتي ادارو او تأسیساتو لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.

دوی له هند سره د اقتصادي اړیکو د لا ډېرېدو هڅه هم کوي.

XS
SM
MD
LG