د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له ایراني چارواکو سره د کډوالو د ستونزو ترڅنګ په بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره په دوه اړخېزو همکاریو ترڅنګ په بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني تېره ورځ د خپل ایراني سیال په بلنه په دوه ورځني سفر تهران ته ولاړ.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلی رباني به د دغه سفر پر مهال د ایران له ولسمشر سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG