د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

فعالان: د حکومتي مشرانو بدګماني بحران ته د تلو په معنی ده


د افغانستان د مدني ټولنو ګډه کاري ډله د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ رامنځته شوې بد ګماني په سیاسي، پوځي او اقتصادي برخه کې د بحران په لوري د تلو په معنی بولي.

د دې ډلې غړو د پنجشبنې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ملي یووالي حکومت ځيني مشران لا هم ډیموکراټيکو ارزښتونو، اساسي قانون او ملي باورونو ته ژمنتیا نه‎لري چې د افغانانو تر څنګ‌یې نړیوالو ته هم بد تصویر ورکړی دی.

د مدني ټولنو د ګډې کاري ډلې غړي خلیل رؤفي دې غونډې ته وویل چې که حالت همداسې دوام وکړي د بروکسل کنفرانس به لاسته راوړنې ونه‌لري.

روفي: که حالت همداسې دوام وکړي د بروکسل کنفرانس به لاسته راوړنې ونه لري.
روفي: که حالت همداسې دوام وکړي د بروکسل کنفرانس به لاسته راوړنې ونه لري.

ښاغلي رؤفي زیاته کړه:

"د خلکو اندېښنه ډېره شوې ده چې بدبختانه نن سبا ځيني جنګسلاران داسې فکر کوي چې نظام د دوی شخصي نظام دی موږ غواړو دولت ته ووایو چې تاسې یو مهم کنفرانس په مخکې لری چې هلته ستاسې شکلي راپورونه نتیجه نه‌ورکوي نړیوال هم اوس پوهېدلي چې دلته مشران په ډیموکراسي باندې باور نه‌لري."

د مدني ټولنو ګډه کاري ډله وايي، په داسې یو حالت کې باید دواړه مشران د اختلافونو پر ځای د تېرو دوو کلونو په لاسته راوړنو وغږېږي.

له دې سره د دې ډلې مشر عزیز رفیعي وايي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د دې غوښتونکی دی چې د ملي یووالي حکومت مشران باید بروکسل کنفرانس ته له جدي او اصلي غوښتنو سره ولاړ شي نه دا چې د هېواد وضعیت ښه او بې‌ستونزو معرفي کړي.

د افغانستان لپاره د مرستو نړیوال کنفرانس په را روانې اکتوبر میاشت کې داسې مهال په بلجیم کې جوړېږې چې د دغه هېواد مشران په خپلمنځي اختلافونو کې ګېر شوي دي.

دوه اوونۍ وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ولسمشر په خپل سره پرېکړو تورن کړ او ويې‌ویل چې د ملي یووالي حکومت هر اقدام باید پر سیاسي تفاهم‌لیک ولاړ وي.

د افغانستان جمهوري ریاست اختلافونه طبیعي خبره بولي خو وايي چې دومره ژور نه‌دي چې د حکومتوالۍ مخه ډب کړي.

د جمهور رئیس ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډيو ته وویل چې رامنځته شوي اختلافونه ژر حلېږي.

مینه‌پال: رامنځته شوي اختلافونه ژر حلیږي.
مینه‌پال: رامنځته شوي اختلافونه ژر حلیږي.

ښاغلي مینه‌پال زیاته کړه:

"په ډیموکراټیکو نظامونو کې اختلافونه طبیعي خبره ده ولې دا اختلافونه دومره ژور هم نه‌دي چې زموږ د حکومتوالۍ او اصلاحاتو مخه ډب کړي، په ملي او نړیوالو مسایلو د دواړو مشرانو د نظر یووالی شته په ډېرو جزوي مورادو به اختلافات وي چې ژر حلېږي."

د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ اختلافونو که څه هم په کور دننه ګڼ شمېر اندیښنې راپارولي خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې حکومت‌یې دې اختلافونو ته په جدي نظر نه‌ګوري.

اجرائیه ریاست د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د اختلافونو د حل لپاره دواړه مشران د پنجشنبې په ورځ سره د دوهم ځل لپاره ګوري او تمه ده چې دواړه لوري د یو بل پر غوښتنو غور وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG