د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په سعودي عربستان کې دی. تمه ده چې جان کري د دې سفر په ترڅ کې د یمن جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل وړاندیز وړاندې کړي.

په یمن کې له ۱۶ میاشتو راهیسې جګړې دي چې تر ۶۵۰۰ ډېر کسان په‎کې وژل شوي دي. د دې تلفاتو نېږدې نیمایي ملکیان دي.

تېر کال د مارچ په میاشت کې د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو ائتلافي ځواکونو په یمن کې د حکومت په ملاتړ هوایي بمباري پیل کړه او بیا یې دغه هېواد ته پلي پوځیان واستول.

د یمن حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی و، حوثي شیعه یاغیانو او د هغوی متحدانو نسکور کړ.

په دې جګړه کې د ملکي تلفاتو له زیاتېدو سره پر عربستان د بشري حقونو ډلو سخت اعتراضونه وکړل.

جان کري د نایجریا او کینیا له سفره وروسته پرون جدې ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG