د لاسرسي لېنکونه

ﺟﻨﻮﺑﻲ ﮐﻮرﯾﺎ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﮐﯥ د ماین پاکۍ له پروګرام سره مرسته وکړه


ﺟﻨﻮﺑﻲ ﮐﻮرﯾﺎ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﮐﯥ د ماین پاکۍ له پروګرام سره دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ مسؤلې ادارې «UNMAS» په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې د کوریا مرسته به د ماینونو او ناچاودو مهماتو د پاکولو او خلکو ته په دې اړه د پوهاوي د ورکولو پر چارو ولګول شي.

ملګري ملتونه وايي، د دې مرستې ګټه به د پکتیا او خوست هغو نېږدې اویا زره اوسېدونکو ته ورسېږي چې ماین لرونکو سیمو ته نېږدې په ۱،۴۱ میلیون متر مربع ساحه کې استوګن دي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو خدماتو اداره تر ۲۰۲۳ کاله له افغانستانه د ماینونو او ناچاودو مهماتو د پاکولو پروګرام د اهدافو عملي کولو لپاره هڅه کوي په بیان کې د دې ادارې د مسؤل جیفري مکموردو له قوله ویل شوي، دا مرسته ښيي چې تر څو چې له افغانستانه د جګړې ټولې بقایاوې له منځه تللې نه‌وي، په دې هېواد کې بشپړه سوله نه‎شي ټینګېدای.

XS
SM
MD
LG