د لاسرسي لېنکونه

ډېورنډ کرښې ته نېږدې د بلوچستان ایالت په سرحدي ښار چمن کې د دوستۍ دروازې د پرانیستلو په اړه د افغانستان او پاکستان د امنیتي چارواکو تر منځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

دواړو خوو د دوستۍ دروازې پرانستلو په باب خبرې وکړې، خو دا دروازه لا هم تړلې ده.

په دغو خبرو کې د افغانستان له خوا ډګروال عبدالعلي او د پاکستان له لوري ډګروال جهانزیب برخه اخیستې وه.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي چې دا خبرې د افغانستان د سرحدي ځواکونو په غوښتنه وشوې.

XS
SM
MD
LG