د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

بامیانو کې د بایسکل چلونې سیالۍ تر سره شوې


په بامیان ولایت کې د ۱۰۰ نجونو او هلکانو تر منځ د بایسکل چلونې لوبې تر سره شوې.

د بامیان ولایت د بدني روزنې امر حسین علي کریمي ازادي راډيو ته وویل چې د باسیکل چلونې دغه لوبې د ځوانانو د نړیوالې ورځې او د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې په ویاړ د بامیان ولایت په مرکز کې وشوې.

د نجونو او هلکانو دغه لوبې په دوو پړاونو کې، د ۱۲ کېلو متره په واټن سره تر سره شوې چې له خواجه علي سیمې تر الیکین څلور لارې پورې یې دوام وکړ.

ښاغلي کریمي وویل چې د دې لوبې په وروستیو کې طاهره او مهدي په دې وتوانېدل چې د لوبې لومړی مقام وګټي.

XS
SM
MD
LG