د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د پاکستاني پوځ د عملیاتو په اړه د افغانستان دفاع وزارت غبرګون


د افغانستان دفاع وازرت وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ له پیلېدونکو پوځي عملیاتو نه اندېښنه نه‌لري.

د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې ګواکې پاکستان د ډیورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې پوځي عملیات کوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دغه عملیات له دوی سره همغږي شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په هغو سیمو کې چې یاد عملیات کېږي، که اړتیا وي افغان ځواکونه به هم هلته پوځي عملیات وکړي، څو افغانستان ته د وسله‌والو مخالفینو، د راتګ مخه ونیول شي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

هغه زیاته کړه:

"په هغو سیمو کې چې د دې امکان موجود دی چې وسله‌وال مخالفین تېر شي، موږ ورته متوجې یو خپلې هوايي او ځمکنۍ ګزمې کوو، مخالفین به کوښښ کوي چې له موقعې استفاده وکړي، مګر زموږ قوتونه کوښښ کوي چې هلته چاته اجازه ورنه‌کړي چې دې غاړې ته راتېر شي."

د پاکستاني پوځ د کورنیو اړیکو ادارې یا "ای، اس، پي، آر" د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي و چې د پاکستان پوځ به له افغانستان سره په پوله او په خاصه توګه د خیبر ایجنسې په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې پاکستاني پوځيان د همدغه عملیاتو لپاره تورخم بندر ته نېږدې سرحدي سیمو ته استول شوي دي.

په ورته وخت کې دا اندېښنې هم شته چې ګواګې د پاکستان له لوري د پوځي عملیاتو په پیلېدو به وسله‌وال مخالفین د کرښې دې غاړې افغانستان ته راواوړي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې پاکستان په شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په هدف د "ضرب عضب" په نوم پراخ پوځي عملیات وکړل چې تقریباً دېرش زره پاکستاني پوځیانو په‌کې برخه اخیستې وه.

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل
د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل

خو څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل ويلي و چې پاکستان د "ضرب عضب" په نوم د پوځي عملیاتو له پیلېدو وړاندې د حقاني شبکې قوماندانان او مهم کسان امنو سیمو ته انتقال کړي و.

په همدې حال کې پوځي کارپوه امرالله امان وايي چې پاکستان دغه عملیات له افغان لوري سره له همغږۍ پرته کوي او یو ځل بیا غواړي چې لوېدیځ هېوادونه تېر باسي چې ګواکي ترهګر ځپي.

هغه زیاته کړه:

"که پاکستان د امریکا، انګلیس او یا هم د اروپايي ټولنې د قناعت لپاره عملیات کوي، دا سمه خبره نه‌ده، نو لطف دې وکړي رسماً دې وړاندیز وکړي، موږ به د افغانستان قوتونه هم ورسره یو ځای کړو تنظیم به شي دغه ډډه به هم بې‌باوره نه‌وي، هغه ډډه به هم بې‌باوري نه‌وي او معلومه ده چې موږ به په کوم ځای عملیات کوو."

ښاغلی امان وايي، پاکستان لاهم په سیاسي انزوا کې دی او غواړي د دا ډول عملیاتو په ترسره کېدو ځان له دغې انزوا څخه راوباسي.

نوموړی وايي، که پاکستان په رښتیا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې رښتینی ،دی نو له هر څه وړاندې باید په خپله خاوره کې د وسله‌والو مخالفینو خوندي پټنځایونه چې د استخباراتو ملاتړ یې هم ورسره دی له‌منځه یوسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG