د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

هېواد: د تپل شوي جګړې جریان کې د خپلواکۍ ورځ لمانځل کېږي


کابل چاپ ورځپاڼو د خپلو نننیو ګڼو زیاته برخه د افغانستان د خپلواکې د بېرته اخیستلو د ۹۷ مې کلیزې په مناسبت مطالبو ته ځانګړې کړې ده.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، سبا د اسد اته ویشتمه ده، موږ به د خپلواکۍ ورځ و لمانځو، دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې موږ یو ځل بیا له استعمار سره مخ یو، له یو داسې استعمار سره چې خپل ځان ته قانوني پوښ ورکوي او ځان یې د مرستندوی په جامعه کې پټ کړی دی.

سر مقاله لیکونکي وړاندې لیکلي، پر موږ د خپلواکۍ کلیزه په داسې حال کې رارسېږي چې زموږ حکومتي مشران د خپلو ګټو په سر یو له بل سره په لانجه کې دي، څومره چې دوی په لانجه کې دي په همدې کچه زموږ په کورنیو چارو کې د بهرنیانو لاسوهنه زیاته ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د خپلواکۍ دا کلیزه په داسې حال کې لمانځو چې افغانان د تاریخي دښمن له خوا د اوږدې تپل شوې جګړې د ناخوالو له امله د ګڼو، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د سر مقالې لیکوال لیکي، هغه مهال چې افغانانو خپلواکي بېرته تر لاسه کړه ټول ملت سره متحد او یو موټی و نو نن هم باید افغان ولس متحد او هماغه شان یو موټی اووسي.

يه سر مقاله کې وړاندې راغلي چې، خپلواکي یوازې د پیاوړي نظام په شتون کې د ملي یوالي تر چتر لاندې ارزښت لري، ولس باید هوښیار وي ځکه یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې دوی سره بېل کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکۍ ورځپانې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، راځئ لږ سرونه په ګریوان کړو، ایا موږ د خپلو هغو غیرتي پلرونو د شهامتونو او ویاړونو رېښتینې ساتنه وکړای شوه او موږ یې اوس د ویاړونو د لمانځنو حقدار یو؟

د سر مقالې لیکوال لیکي، موږ نن له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ ۹۷ مه کلیزه په داسې حال کې لمانځو چې په تېرو څلورو لسیزو کې څو ځله بیا هم زموږ هېواد د پردیو تر غوبل لاندې شوی او بیا ازاد شوی دی.

موږ ولې خپلواکي ساتلی نشو؟ ولې تل د پردیو تر یرغل لاندې راځو؟ که دې پوښتنو ته ځوابونه ونه مومو نو تاریخ به له خپلو ټولو ترخو او خوږو پړواونو سره راباندې تکرارېږي.

XS
SM
MD
LG