د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

زاخېلوال: د افغانستان او پاکستان د خلکو درد شريک دى


د پاکستان لپاره د افغانستان سفير او د افغان ولسمشر ځانګړى استازى ډاکټر عمر زاخېلوال پرون کوټې ښار ته تللى او هلته يې په وروستۍ ځان‌وژونکې حمله کې د وژل شويو مدافع وکيلانو له کورنيو سره غمشريکي کړې او له چارواکيو سره يې ليدلي دي.

زاخېلوال د ځينو پاکستاني چارواکيو هغه تور بې اساسه بللى او په کلکه يې رد کړى چې وايي؛ افغان استخبارات په بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې لاس لري.

ښاغلي زاخېلوال ويلي چې د افغانستان او پاکستان درد شريک دى، نو بايد له ترهګرۍ څخه د خلاسون لپاره هم بايد صادقانه هڅې وکړي.

له افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال سره په کوټه کې د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG