د لاسرسي لېنکونه

د هند صدراعظم د خپل هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په وینا کې د پاکستان، بلوچستان او کشمیر حالاتو ته اشاره وکړه.

د هند او پاکستان په اړیکو کې د زاړه کړکېچ اور نن یو ځل بیا هغه مهال تازه شو چې د هند صدراعظم د پاکستان په بلوچستان، کشمیر او ګلګېټ سیمو کې د ستونزو یادونه وکړه.

نرېندرا مودي د اګسټ ۱۵مې- د هند خپلواکۍ ورځې په مناسبت وینا کې چې څه باندې یو نیم ساعت وخت‌یې ونیوه، وویل، هغه وخت رارسېدلی چې د پاکستان حکومت په بلوچستان ایالت کې د خلکو په وړاندې د خپلو بې رحمیو په اړه نړۍ ته حساب ورکړي.

دا لومړی ځل دی چې مودي د خپلواکۍ ورځې په وینا کې بهرنیو مسایلو ته اشاره کوي.

ده وویل، د بلوچستان، ګلګېټ او د پاکستاني کشمیر خلکو په تېرو څو ورځو کې له ده څخه مننه کړې او زیاته‌یې کړه، دی ویاړي چې د دې سیمو د خلکو سترګې د مرستې لپاره هند ته اوښتې دي.

مودي په خپله وینا کې په هندي کشمیر کې له نېږدې یوې میاشتې راهیسې د پیل شویو لاریونونو یادونه ونه‎کړه خو په داسې حال کې چې د ده وینا روانه وه وسله‎والو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په دوو جلا حملو کې لس کسان ټپیان کړل.

هندي امنیتي چارواکي وايي چې د درېیو ټپیانو حالت نازک دی. یو هندي امنیتي مقام وویل، دواړه حملې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په مرکز سېرېنګر کې شوي دي.

په هندي کشمیر کې د اعتراضونوله پیل سره سم ګرځ بندیز لګول شوی

په هندي کشمیر کې د اعتراضونوله پیل سره سم ګرځ بندیز لګول شوی

په هندي کشمیر کې د اعتراضونو له پیل سره سم ګرځ بندیز لګول شوی او د هند د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په مرکز سېرېنګر کې خاص احضارات نیول شوي دي.

په هندي کشمیر کې له تشدد ډک اعتراضونه د جولای میاشتې په اتمه وروسته له هغه پیل شول چې د هند امنیتي ځواکونو په پاکستان کې د دېره وسله‎والې ډلې حزب‌المجاهدین یو قوماندان وواژه.

له دې پېښې وروسته د پولیسو او اعتراض کوونکو تر منځ د تشدد په پېښو کې څه باندې پنځوس کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.

څارونکي وايي، د خپلواکۍ ورځې په وینا کې د پاکستان د ستونزو یادونه هغه غبرګون دی چې هند یې تر خپلې ادارې لاندې کشمیر کې د بېلتونپالنې له غوښتنو د پاکستاني مشرانو د ملاتړ په وړاندې څرګندوي.

د هند صدراعظم پر ځوانانو غږ وکړ چې ځانونه دې له ترورېزم او ترورېستانو څخه لیرې وساتي او زیاته‌یې کړه هند به هېڅکله هم ترورېزم ونه زغمي او ترورېستانو ته به تسلیم نه‎شي.

XS
SM
MD
LG