د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

افغان کډوالو په پېښور کې احتجاجي مظاهره وکړه


د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور او د دې صوبې په بېلابېلو افغان کيمپونو کې مېشتو ګڼ شمېر افغان کډوالو په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو د ځورونو او د کډوالو د جبري وېستلو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

دغه مظاهره د پنجشنبې په ورځ د پېښور پريس کلب مخې ته وشوه چې سلګونو افغان کډوالو پکې برخه اخيستې وه او له کډوالو سره د ناوړه چلند پر ضد يې شعارونه ورکول او همدا راز يې بېنرونه په لاسونو کې نيولي ول چې:

"افغان کډوال بايد له پامه ونه غورځول شي." او "درې ميليونه کډوال په خپل هېواد کې د اوسېدا ځاى غواړي."په شان شعارونه پرې ليکلي وو.

د مظاهرې ويناوالو له افغان حکومته وغوښتل چې هېواد ته ستنېدونکيو کډوالو ته دې په خپلو سيمو کې د اوسېدو لپاره ځمکې ورکړي او د ژوند لومړنۍ اسانتياوې دې ورته برابرې کړي.

تر احتجاجي مظاهرې مخکې د افغان کډوالو د ستونزو د اواري په لړ کې د جوړې شوې دېرش کسيزې کمېټې غړيو يو خبري کنفرانس هم وکړ او د پاکستان او افغانستان له حکومتونو يې وغوښتل چې د خپلو اختلافاتو له امله دې افغان کډوال له ستونزو سره نه مخ کوي.

د دغه کمېټې يو غړي ارسلان خان خروټي د دغه خبري کنفرانس په پاى کې يوه يوولس ماده ييزه اعلاميه ولوستله چې په خيبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو ځينې ستونزې يې په کې په ګوته کړې.

ښاغلي خروټي د دغه اعلاميې په يوه برخه کې وويل:

"د سيمې د حکومتونو د خپلو سياسي اختلافاتو له کبله بايد مهاجرين په تکليف نه شي، د مهاجرينو کارتونه بايد تر هغه تمديد شي، ترڅو د مهاجرينو مشکلات حل او مساعد شرايط خپل هېواد ته د بېرته ستنېدا ورته برابر شي."

ارسلان خان خروټي پر افغان حکومت او ملګرو ملتونو هم نيوکه وکړه چې د افغان کډوالو خپل هېواد ته د بېرته ستنېدا په لړ کې مناسب پلان نه لري او همدا شان يې د افغانستان د کډوالو د چارو پر وزير هم تنقيد وکړ چې پاکستان ته يې د خپل سفر پر مهال له کډوالو سر تشې ژمنې کړي او بس.

نوموړي وويل چې په خيبر پښتونخوا صوبه کې دې د افغان سوداګرو ستونزو ته پام وشي او زياته يې کړه:

"موږ د پاکستان له حکومت او ولس نه هيله کوو چې د تېرو خو لسيزو په څېر له افغان مهاجرينو سره مناسب چلند وکړي او همداسې په افغانستان کې دې د پاکستاني وروڼو سره ښه چلند وکړي."

د خروټي په خبره، افغان کډوال به نن د جمعې تر لمانځه وروسته په بېلابېلو افغان کيمپونو کې د خپلو ستونزو رابرسېره کولو په لړ کې سوله ييزې احتجاجي مظاهرې وکړي او ډېر ژر به په اسلام اباد کې هم د پېښور د غونډې او احتجاج په شان يوه ستره غونډه وکړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې د وينا له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ١٥ لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي ، خو ددې هېواد چارواکي بيا وايي چې همدومره شمېر کې غېر راجستر شوي کډوال هم پکې دېره دي.

د يادونې وړ ده چې که څه هم په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده د روان کال تر پايه غځېدلې، خو ددې ترڅنګ ددې هېواد چاراکيو کډوالو ته امر کړى چې په شپږو مياشتو کې دې هېواد ته ستانه شي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG