په خارجه چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز يو ځل بيا ټينګار کړى چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره "سياسي مذاکرات" تر ټولو ښه او غوره انتخاب دى.
ښاغلى عزيز همدا راز ويلي چې پاکستان په افغانستان کې تلپاتې سوله غواړي او د همدې هدف لپاره يې له افغان حکومت سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په ګډون په ګڼ شمېر برخو کې د تعلقاتو د ساتلو کوښښ کړى دى.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر له ځانګړي استازي تاداماچي ياماموتو سره د ليدنې پر مهال کړي.
د پاکستان د خارجه چارو وزارت په دې اړه په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي:
"د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړي استازي د وزير اعظم د بهرنيو چارو له سلاکار سرتاج عزيز او د ښاغلي شريف له ځانګړي سلاکار طارق فاطمي سره ليدلي چې په ځانګړي توګه په افغانستان کې د روان وضعيت او په دې هېواد کې د تلپاتې سولې په لړ کې د پاکستان پر کوښښونو يې خبرې کړي دي."
خبر پاڼه کاږي:
ښاغلي عزيز په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره سياسي مذاکرات غوره انتخاب بللى او د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان په ګډون څلور اړخيزه کمېټۀ يې د دغه هدف لپاره يو مؤثر مېکانېزم بللى دى.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړي استازي په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ودې لپاره د پاکستان مثبت رول ستايلى دى.
سرتاج عزيز په داسې وخت کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره سياسي مذاکرات غوره انتخاب او دغه څلور اړخيزه کمېټه يې مؤثر مېکانېزم بللى چې په دې وروستيو کې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو هڅې په ټپه درېدلي دي.
دغه څلور اړخيزه کمېټه، د تېر کال په وروستيو کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د ايشيا زړه کنفرانس کې ددې لپاره جوړه شوه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي او د افغان حکومت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د خبرو اترو زمينه برابره کړي.
که څه هم تر دې دمه په اسلام اباد او کابل کې ددغې کوميټې پېنځه غونډې شوي او د افغان حکومت پر وسله والو مخالفينو يې غږ کړى چې له حکومت سره دې خبرو اترو ته کېني، خو تر دې دمه لا د دواړو افغان لوريو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو څرک نه ليدل کېږي.
د يادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې اترې د تېر کال په جولايي کې اسلام اباد ته نزدې په مري کې شوې وې، خو بيا په همدې مياشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې خبر راښکاره شو چې د دواړو لوريو ترمنځ د مخامخ خبرو دغه لړۍ يې په ټپه ودروله.
راپور: ذبيح مومند