د کندز د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ د شاهین ټيم په بري سره پای ته ورسېدې.
د کندز د ورزش امر قیوم رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د پیروزي او میوند لوبډلو په ترتیب سره دوهم او درېیم مقام خپل کړ.
نوموړي زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د کندز اتو ټیمونو ګډون کړی وو.
د ښاغلي رحیمي په خبره د دغه سیالیو ګټونکي ټیم د زون سیالیو ته معرفي شي.