د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

کیرک تر ۱۰ ورځني انتظاره بیا هم د خپلې مینې په لېدو بریالی نشو


ایا کېدای شي چې یوسړی د خپلې ملګرې د لیدو لپاره لس ورځې په یوه هوایي ډګرکې تیرکړي؟

یوه هالندي دا کار کړی خو بیاهم نه دی بریالی شوی چې خپله نجلۍ وویني.

د دغې مجازي مینې یولوری ۴۱ کلن هالنډی سړی دی چې د خپلې چینایي نجلۍ د لیدو لپاره یې په الوتکه کې څه کم پنځه زره کیلومتره واټن وهلی خو د هغې په لیدو نه دی بریالی شوی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وینا الکساندرکیرک لس ورځې د چین د هوایي ډګر په یوه ترمینل کې تېر کړل چې د بې خوبي او کم خوراکي له کبله بې سده او روغتون ته ولېږدول شو.

کیرک خپله چینایي ملګرې، ۲۶ کلنه ژانګ د لومړي ځل لپاره د چین د دولتي رسنیوله لارې او په ټلویزیوني راپورونو کې لیدلې او ورسره یې د تصویري پیغامونو له لارې اړیکه ټینګه کړې وه.

ژانګ وایي، زموږ ترمنځ دوه میاشتې اړیکې د مینې ترسرحده ورسیدې او هغه وخت دا هک پک حیرانه شوه چې کله کیرک ورته د الوتکې د ټکټ یوتصویر ور واستاوه چې له هالنډه د هغه د اوسېدو له ځایه یې دی د چین ترحنان ولایته پورې چې دا پکې اوسیږي رساوه.

ژانګ یوه سیمه ییز ټلویزیون ته وویل چې دې ګومان کاوه چې هغه ورسره ټوکې کوي خو ډېره وروسته پوه شوه چې دا ټوکه نه ده.

کیرک د چانګشاه هانګغاو نړیوال هوایي ډګرته ورسېد خو ژانګ ورنغله.

کیرک لس ورځې په هوایي ډګرکې د ژانګ د لیدو په تمه تېرې کړې او کله هم چې ترې ووت د ده په خوښه نه و بلکې بې خوبي او کم خوراکي دومره کمزوری کړی وچې خبره یې بې سده کېدو ته ورسېده او د لنډې مودې درملنې لپاره روغتون ته ولیږدول شو.

خو په دې موده کې ژانګ چیرې وه؟

ژانګ وایي، دا یوه نژدې ولایت ته د خپل مخ د پلاستیکي جراحې لپاره تللې وه او ټیلیفون یې هم بند و.

دا چې کیرک د هوایي ډګرله ترمینله هغې ته د ټلیفوني پیغامونو د استولو هڅه کړې یانه؟ ژانګ وایي دا نه پوهیږي خو دې کوم پیغام نه دی ترلاسه کړی.

هغه وایي، که پیغام یې هم ترلاسه کړی وای، دابه ورته ګرانه وای چې د چانګشاه ولایت ته یې سفرکړی وای ځکه د هغې د جراحي ټپونه لانه وه روغ شوي.

کیرک له روغتونه له وتلو وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ بېرته هالند ته ورسید او ژانګ یې هم هیڅکله ونه لیدله.

خو ژانګ وایي، دا بیاهم هیله منه ده اوغواړي چې هغه وویني.

XS
SM
MD
LG