د ووشو منتخبې سیالۍ نن د کابل د ۷۵ کلپونو ترمنځ پیلیږي.
د افغانستان ووشو فدراسیون مشر سید الرحمان یورش نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له دغو سیالیو څخه هدف د ووشو منتخبې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو معرفي کول دي.
د ښاغلي یورش د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې په یوولسو کټګوریو کې ۵۴۵ لوبغاړي ګډون کوي.
دغه سیالۍ څلور ورځې دوام کوي.