د لاسرسي لېنکونه

په غور کې یو عمر خوړلي سړي د یوې شپږکلنې نجلۍ د تښتونې او له هغې سره د نکاح په تور نیول شوی دی.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد زمان عظیمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تر څيړنې لاندې ده.

سید محمد کریم چې ځان د دغې شپږ کلنې نجلۍ میړه پيژني ادعا کوي چې د دې نجلۍ کورنۍ خپله ماشومه لور هغه ته په تحفه کې ورکړې او نوموړي په هرات کې د څلویښتو کسانو په حضور کې له دې نجلۍ سره نکاح کړې ده.

خو پولیس وایي چې د دې نجلۍ کورنۍ په ټلیفوني تماس کې دوی ته ویلي چې لور یې تښتول شوې ده.

XS
SM
MD
LG