د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

افغان پلاوي به روسیې نه پوځي برخه کې زیاتې مرستې جلب کړي


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار چې د یوه لوړ رتبه افغان پلاوي په مشري مسکو ته تللی روسي چارواکي د افغان پوځ لا زیات تجهیز ته هڅوي او هڅه به وکړي چې له روسیې نه په پوځي برخه کې زیاتې مرستې جلب کړي.

د دې شورا ویاند او د سټراټیژیکو اړیکو رییس تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، روسیه له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمنه ده نو افغان چارواکي به هم هڅه وکړي چې په یاده مبارزه کې د روسیې زیاته مرسته وغواړي.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"هدف د دې لیدنې دا دی چې د افغانستان د هوايي پوځ د تجهیزاتو په برابرولو او ترتیب باندې له روسي چارواکو سره خبرې وشي. زموږ هیله دا ده چې د دغه سفر په نتیجه کې به دواړه لوري موافقو ته ورسیږي. دواړه لوري د امنیتي او سیاسي اړیکو په پراختیا هم خبرې کوي. دا سفر په خورا مهم وخت کې ترسره کیږي. د روسیې له خوا د ترهګرۍ ضد جګړه کې د تعهد اعلان د دې زیرۍ ورکوي چې سیمه د ترهګرۍ او د هغوی د ملاتړو په وړاندې متعهده ده."

ښاغلي غورځنګ وویل، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر به د خپل څلور ورځني سفر په دوو وروستیو ورځو کې د سې شنبې له ورځې نه د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشووف، د کورنیو او بهرنیو چارو او د ملي دفاع له وزیرانو او د امنیتي صنعت د کمپنیو له مشرانو سره لیدنې وکړي.

د ملي امنیت شورا تر دې مخکې ویلي چې په دغه سفر کې به د هوايي ځواک د تجهیز په خاصه توګه د MI35 او MI17 ډوله هليکوپټرو د ترمیم او تجهیز او د موجوده روسي جنګي مهماتو د اړتیا وړ سامان آلاتو د تامین په برخه کې د روسیې خاصې همکارۍ وغوښتل شي.

په وروستي اقدام کې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین د کابل د خونړۍ پېښې د غندلو تر څنګ د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د افغان ځواکونو د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

خو پوځي کارپوهان بیا له ناټو او امریکا سره د افغان حکومت نږدیوالي ته په پام له روسیې نه د پوځي مرستو د ترلاسه کولو لپاره ډېر هیله من نه دي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، روسیه به له امریکا او ناټو سره د افغانستان د ملګرتیا په خاطر ډېره لېواله نه وي چې افغان پوځیان تجهیز کړي خو که مرسته وکړي روسي وسلې او تجهیزات ښه ثابتیږي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني
د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني

ښاغلی کوهستانی وايي:

"دا به سخته وي چې روسان له افغانستان سره مرسته وکړي دې ته په کتو چې موږ له ناټو سره نږدې یو دلته د ناټو اډې موجودې دي او د دغه سازمان سیالۍ هم له روسیې سره بیا پیل شوي دي. خو د حل یوه ښه لار ده. که روسیه له افغانستان سره مرسته وکړي. تجهیزات یې د کیفیت له پلوه ډېر ښه دي. د روزنې په برخه کې هم ډېر وخت نه ضایع کیږي که مرسته وکړي نو تېرو تجربو هم ثابته کړې چې مرسته یې د افغانانو لپاره ښه ده."

ښاغلی کوهستانی په داسې حال کې د روسیې له خوا د مرستو د ترسره کولو امکان کم بولي چې دغه هېواد څه وخت مخکې افغان پولیسو ته لس زره میله کلاشینکوفونه ورکړل او ژمنه یې وکړه چې افغان ځواکونه به یواځې نه پریږدي.

ښاغلی کوهستانی بیا له افغان پوځ سره د روسیې د ولسمشر له خوا د ملاتړ د اعلان په اړه وايي چې د سیمې ټولو هېوادونو وخت ناوخته ورته اعلانونه کړي خو دغه خبرې ډېرې کمې عملي شوي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG