خبرونه
چارواکي: قلعهزال کې ۴۰ تنه وسلهوال وژل شوي
په کندز کې چارواکي وایي چې په قلعهزال ولسوالۍ کې په جګړه کې ۴۰ وسلهوال وژل شوي او زخمیان شوي دي.
د کندز د والي ویاند سید محمود دانش پرون [جمعه] ازادي راډیو ته وویل چې په قلعهزال کې په تېرو درېیو ورځو کې یو پولیس هم په جګړه کې وژل شوی دی.
د دانش په وینا، په دې جګړه کې ملکي کسانو ته تاوان نهدی رسېدلی.
سید محمود دانش وايي:
"متأسفانه، په جګړه کې زموږ یو پولیس وژل شوی دی. خو مخالفینو ته په تيرو درېیو ورځو کې درانه تلفات رسېدلي او ۴۰ تنهيې وژل شوي او زخمیان دي. "
د کندز د والي ویاند وویل، د قلعهزال ولسوالۍ سقوط امکان نهلري او په سیمه کې کافي پوځيان ځای پر ځای شوي دي.
وسلهوالو طالبانو مخکې د ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې وه، خو ولایتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي چې جګړه د ولسوالۍ په مرکز کې روانه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هرات-دبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې له پنځو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې
د هرات او دبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې، له پنځو کلونو ځنډ وروسته، د چهارشنبې په ورځ «د لړم په شپږمه» په یوه الوتنه بیا پیل شوې.
په هرات کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا الوتنه د کامایر هوايي شرکت لهخوا د ۵۰ مسافرو په لېږدولو ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته به د هرات او دبۍ ترمنځ په اوونۍ کې یو ځل، د سېشنبې په ورځ، الوتنې ترسره کېږي.
تر دې مخکې، له هرات څخه دبۍ ته تلونکي مسافر اړ و چې لومړی کابل ته ولاړ شي او له هغه ځایه دبۍ ته الوتنه وکړي.
کویټ د ایران سفیر احضار کړ
د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» په دغه هېواد کې د ایران د سفیر د احضار خبر ورکړ.
وزارت وویل چې د ایران د سفیر د احضار پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د ایران سفارت یوه اعلامیه خپره کړه.
کویټي چارواکو دغه اعلامیه د کویټ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.
کویټ د سېشنبې په ورځ درې کسان چې یو یې د عبدالرضا حیدر دهقاني په نوم د ایران تبعه دی، د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د جاسوسۍ، د لبنان له حزبالله ډلې سره د همکارۍ او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د ترور د پلان جوړولو په تور په اعدام محکوم کړل.
د دې پرېکړې په غبرګون کې، د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې د کویټ په امنیتي مسائلو کې د دغه ایراني وګړي لاس لرل رد کړل او دا موضوعیې "د کویټ په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې په اړه د بېبنسټه او زړو سناریوګانو تکرار» وبلله.
په وروستیو میاشتو کې د تهران او کویټ اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې چې ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ځواب کې پر کویټ د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
پر ایران د احتمالي برید په اړه د ټرمپ تازه خبرداری: "هر څه ممکن دي"
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، پر ایران د احتمالي بریدونو د بیا پیلولو په اړه چې ښايي د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته ترسره شي، ویلي دي چې «هر څه ممکن دي».
ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په سهار، د ټکزاس ایالت څخه د ستنېدو پر مهال، خبریالانو ته وکړې.
هغه زیاته کړه: "هغوی غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو مخکې یې هم غوښتل چې هوکړه وکړي، مګر دوی غواړي موضوع وځنډوي. ښايي د ټاکنو یا ورته څه شي په تمه وي، خو دا به ورسره مرسته ونهکړي. ټاکنې به ورسره مرسته ونهکړي."
ټاکل شوې ده چې د امریکا منځمهالې ټاکنې د نومبر په درېیمه ترسره شي.
اسپانیه کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له امله ۶۸ کسان مړه شول
په اسپانیه کې د چهارشنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۸مه» د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۸ کسان مړه شول.
دا پېښه په روان کال کې د اسپانیې د اورګاډي په پټلۍ کې دوهمه خونړۍ پېښه بلل شوې او له ۲۰۱۳ کال راهیسې په اروپا کې د اورګاډي تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
د اسپانیې د ترانسپورټ وزیر وویل چې پېښه د پلازمېنې مادرید په سوېل کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه اورګاډي ته پر خپل مسیر د حرکت د دوام اجازه په داسې حال کې ورکړل شوه چې د هغه مخې ته د بل اورګاډي د درېدلو له امله د تم کېدو سور څراغ لا هم روښانه و.
د اسپانیې چارواکو تر اوسه د ټپیانو د شمېر په اړه کره معلومات نهدي خپاره کړي، خو د دغه هېواد د روغتیا وزیرې، مونیکا ګارسیا، پر اېکسپاڼه له خلکو غوښتي چې د ټپیانو د مرستې لپاره وینه ورکړي.
د طالبانو دفاع وزارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې ګواکې طالبانو لومړی پر جنوبي وزیرستان بریدکړی، ردکړه
د طالبانو دفاع وزارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعا ردکړه چې ویلي وو، د طالبانو له لوري پرجنوبي وزیرستان د توپونو او هاوانونو په ډزو کې یوملکي وګړی وژل شوی او څو تنه نورټپیان شوي دي. دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو تیره ورځ د پاکستاني پوځیانو د ډرون الوتکو بریدونو ته چې د پکتیکا ولایت انګور اډې سیمې په کمیسارۍ او نږدې امنیتي تاسیساتو ترسره کړل، په ځواب کې پولې ته څیرمه د پاکستاني نظامیانو پرقرارګاه او پوستې بریدوکړ. د دفاع وزارت په خبره په دغه برید کې یوشمیر پاکستاني عسکر مړه او ژوبل شول او تأسیساتو ته یې هم سخت زیان واوښت. دفاع وزارت ویلي چې افغان لوري ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی. تردې مخکې د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر اسرار احمد ویلي و چې د افغان طالبانو له لوري د دې سرحدي سیمې پر لور د توپونو او هاوانونو په ډزو کې ځینې مرمۍ پر استوګنیزو سیمو او یوه بازار لګېدلې، یو ملکي وګړی وژل شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
دا نښتې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د امنیتي اختلافاتو له امله ترینګلې دي. اسلاماباد طالبان په پاکستان کې د وسله والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا تورونه ردوي.
ټرمپ: ډیر ژر به زیلینسکي او پوتین سره وګوري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ به ډېر ژر کتنه وشي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د لړم په شپږمه خبریالانو ته د دې کتنې وخت او ځای مشخص نه کړ، خو ویې ویل چې په دې کتنه کې د پام وړ پرمختګونه کېدای شي.
کییف او مسکو په دې اړه تراوسه رسماً د کوم توافق پخلی ندی کړی.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب او د ناروې صدراعظم یوناس ګر ستوره د اوکراین د جګړې په اړه له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې د نومبر میاشتې په لومړۍ نیمایي کې په متحده عربي اماراتو کې د تخنیکي کارپوهانو په کچه درې اړخیزې خبرې اترې هم وشي.
پوتین: د اسلام اباد هوکړه لیک لا هم د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره معتبر اساس دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ایراني سیال مسعود پزشکیان سره په کتنه کې د سیمې د وضعیت او د ایران اړوندو وروستیو تحولاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
پوتین د سې شنبې په ورځ د لړم په پنځمه په مسکو کې د ګازو صادرونکو هېوادونو د ټولنې د غونډې په څنډه کې له پزشکیان سره وکتل.
هغه د دواړو مشرانو ترمنځ خصوصي خبرو ته په اشارې وویل چې همدا اوس یې د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې او طبیعي ده چې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی، په ځانګړې توګه د روسیې لپاره چې له ایران سره نږدې همکاري لري.
د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په جلا کتنه کې هم د ایران د کړکېچ د سیاسي او ډیپلوماتیک حل پر اړتیا ټینګار وکړ.
پوتین ویلي چې د اسلام اباد هوکړه لیک، چې د جون په میاشت کې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب لاسلیک شوی و، لا هم د ایران د کړکېچ د هواري لپاره د خبرو اترو د بهیر معتبر اساس دی.
په اوکراین کې د بشري مرستو رسولو لپاره د اوربند ساحه پراخه شوې
د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین په جنوبي خرسون ولایت کې د بشري مرستو رسولو لپاره د اعلان شوي اوربند ساحه نورو سیمو ته هم غځول شوې ده.
دغه اوربند لومړی د خرسون ولایت په اولېشکي ښار کې اعلان شوی و، چې اوسېدونکي یې د جګړې له امله د خوراکي توکو، درملو او پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
د امریکا لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ، چې د دغه اوربند منځګړیتوب یې کړی، ویلي چې اوربند د اکتوبر په ۲۷مه، له ټاکلي وخت دوه ورځې مخکې پیل شو او اوس یې ساحه پراخه شوې، څو بشري مرستې په خوندي ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په تازه هوايي بریدونو کې، چې د پوهنتون یوه لیلیه او نورې ملکي ودانۍ یې په نښه کړې، لږترلږه یو کس وژل شوی دی.
قطر: ایران دې د منځګړو د هڅو د بریا لپاره خپل ښه نیت ثابت کړي
قطر له ایران څخه غوښتي چې د منځګړیتوب د هڅو د بریالیتوب لپاره د فارس خلیج عربي هېوادونو ته ګواښونه ودروي او د هرمز تنګی د بېړیو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې د ورځې ناوخته وویل چې ایران باید د دغو ګامونو په پورته کولو خپل ښه نیت څرګند کړي.
قطر او پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د قطر یو پلاوی تهران ته تللی و او د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړو چارواکو هم له ایراني چارواکو سره د سیمه ییزو کړکېچونو د کمولو په موخه خبرې کړې وې.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د بیا برید خبرداری ورکړی، چې ورسره د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ نور هم زیات شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه نښتې؛ یو پاکستانی ملکي وګړی وژل شوی
پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تازه سرحدي نښتو کې لږترلږه یو پاکستانی ملکي وګړی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې، دا نښتې د سې شنبې په شپه د جنوبي وزیرستان په سرحدي سیمه کې شوې دي.
د سیمې د پولیسو مشر اسرار احمد ویلي، افغان طالبانو د پاکستان پر لور د توپونو او هاوانونو ډزې کړې چې ځینې مرمۍ یې پر استوګنیزو سیمو او یوه بازار لګېدلې دي.
پاکستاني سرحدي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې، خو د افغانستان لوري ته د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته. د طالبانو د حکومت چارواکو د پاکستاني چارواکو د دغې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
دا نښتې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د امنیتي اختلافاتو له امله ترینګلې دي. اسلاماباد طالبان په پاکستان کې د وسله والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا تورونه ردوي.