د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د جرمني پوليس وايي د مونشن په حمله کې ٩ کسان وژل شوي


په جرمني کې پوليس وايي تېره شپه په مونشن ښار کې په وسلواله حمله کې لږ تر لږه ٩ کسان وژل شوي دي.

وروسته له هغې چې څرګنده شوه، حمله د يوه وسلوال کس له خوا شوې، د مونشن پوليسو د نورو مشکوکو کسانو د موندنې عمليات وځنډول.

د مونشن چارواکو نن سهاروختي په دې ښار کې اضطراري حالت پاى ته ورساوه او په محتاطانه ډول يې د ښار وارخطا شويو اوسېدونکو ته ويلي چې نور تهديد نه شته.

د ښار اوسېدونکو ته ويل شوي وو، چې په کورونو کې دننه پاتې شي. شا و خوا ٢٣٠٠ پوځيانو په مونشن کې د پلټنې عمليات وکړل، دوى په پيل کې ګومان کاوه بريد کوونکي به ښايي درې کسان وي.

تازه معلومات ښيي چې مشکوک کس سړى د المپيا په نوم له يوه لوى مارکيټ يو کيلومتر ليرې مړ موندل شوى دى. پوليس وايي ظاهراً بريدکوونکي پر خپل سر په ډزو سره ځان وژلى دى. وژنې په همدې تجارتي مرکز کې وشوې.

وسله وال د مکدونالدس په نوم رستورانت ته له نږدې ځایه ډزې پيل کړې اوخلک يې خواره – واره کړل.

يوې عيني شاهدې د جرمني ARD ټلويزيون ته د خپلو سترګو ليدلى حال ووايه:

”موږ د ډوډۍ خوړلو لپاره په مکډونالډس کې وو، د ډوډۍ فرمايش مو ورکاوه چې ډزې پيل شوې. وارخطايي خپره شوه. په لومړيو کې د رستورانت ټول کارکوونکي بيا وروسته نور کسان ورپسې بهر ووتل. ماشومانو يو په بل پسې ژړا پيل کړه

پر انټرنټ د پيښې له ځايه په خپرو شويو عسکونو او ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې خلک په مڼډه کې دي او دځانونودپناه کولوهڅې کوي.

ويل شوي چې بريدکوونکى ١٨ کلن ايراني الاصله جرمنى دى او چارواکي وايي نه پوهېږي د دې حملې انګېزه به څه وه.

پوليسو د وژل شويو کسانو شمېر ٩ تنه ښوولى دى، لږ تر لږه ٢١ تنه نور ټپيان شوي دي.

دا په تېرو اتو ورځو کې په غربي اروپا کې د ملکيانو په وړاندې د تاوتريخوالي درېيمه لويه پېښه ده.

مخکې يو بريد د فرانسې په نيس ښار کې وشو، بله حمله د جرمني د باواريا په يوه رېلګاډي کې وشوه چې د دواړو پېښو مسووليت داعش ډلې منلى دى.

پوليسو په خپل ابتدايي راپور کې په مونشن کې وروستۍ حمله تروريستي پېښه بللې، خو ويلي يې دي سم دلاسه يې داسې نښې نښانې نه دي موندلي، چې حمله کوونکى دې کوم سخت دريځى و.

د جرمني ولسمشر يواخيم ګاوک په مونشن کې دغه وژونکې حمله غندلې ده، بله خوا د دغه هېواد صدراعظمه انګېلاميرکل نن له خپلې امنيتي شورا سره غونډه کوي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما ددې حملې له امله د جرمني له خلکوسره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې جرمني دامریکا له ډیرو مهمو شریکانو دی.

دامریکادبهرنیوچارووزارت ویندویې الیزابت ترودوپرون له واشنګټنه خبریالانوته څرګنده کړه چې په حمله کې د کوم امریکايي وګړي دوژل کیدوخبری ندی ورته رسیدلی.

الیزابت ترودو: "موږله قربانیانواو د هغوى له کورنیوسره خواخوږي لرو. موږله دې ځایه په جرمني کې دروان وضعیت څارنه کوواوله سیمیزوچارواکوسره په تماس کې یوو.

په مونشن کې تردې حملې یوه اوونۍ وړاندې یوه پاکستاني کډوال په ریلګاډي کې پر خلکو د چړې او تبر وارونه وکړل او 4 تنه یې په شدت زخمیان کړل. حمله کوونکی وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.

داروپا په بیلابیلوښارونوکې تردې مخکې هم تروریستي حملې شوې چې دفرانسې نیس ښار يې یوه بله بیلګه بلل کیږي.

داسې انګیرل کیږي چې په 2015 [میلادي] کال کې اروپا ته دغیرقانوني کډوالو په سیل کې یوشمیر افراطي کسان هم جرمني ته رسیدلي خودجرمني چارواکو تر اوسه داسې رپوتونه ندي تایید کړي. دجرمني پولیسو ویلي چې دپرونۍ حملې په اړه یې څیړنې دوام لري.

XS
SM
MD
LG