د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د خېبرپښتونخوا په دير بالا کې چاودنې د امن لښکر ٧ غړي ووژل


د خېبر پښتونخوا په لېرې پرتې غرنۍ سيمې دير بالا کې چارواکي وايي چې د طالبانو مخالف امن لښکر پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې د ځايي امن لښکر لږ تر لږه ٧ غړي وژل شوي دي.

د دير بالا امنيتي چارواکيو پاکستاني رسنيو ته ويلي چې دا پېښه د دوشنبې په ماښام د دير بالا په ډوګ دره نومي سيمې کې هغه وخت رامنځته شوه چې د امن لښکر غړي له يوې جرګې راروان ول چې پر موټر يې بمي چاودنه وشوه.

د چارواکيو په وينا، چاودېدونکي مواد د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوي ول چې د ريموټ کنټرول په ذريعه الوزول شوي او زياتوي چې په وژل شوېو کې د ډوګ درې د ځايي امن لښکر مشر ملک محمد خان هم شامل دى.

په عين حال کې د دير بالا د پوليسو مشر اطهر وحيد فرانسپريس خبري اژانس په دغه چاودنه کې د ٧ کسانو د وژنې پخلى کړى دى.

د پوليسو يوه بل ځايي مشر يار محمد بيا دغه اژانس ته ويلي چې د سړک غاړې بم چاودنه کې د امن لښکر حکومت پلوه ځايي مشر ملک معتبر خان موټر په نښه شوى، خو زياتوي چې د چاودنې پر مهال ملک معتبر خان په موټر کې نه وو.

پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو په ډوګ دره کې تر چاودنې وروسته سيمه محاصره کړې او تلاشي عمليات يې هم کړي دي.

دير پالا د خيبر پښتونخوا ايالت لرې پرته غرنۍ سيمه ده چې په سوات او شاوخوا سيمو کې تر پوځي عملياتو مخکې د تحريک طالبان پاکستان پياوړى مرکز ګڼل کېده، خو په ٢٠٠٨میلادي کال کې د امنيتي ځواکونو له خوا په سوات او شاوخوا سيمو کې تر پوځي عملياتو وروسته دا سيمه هم له ترهګرو پاکه کړى شوه.

په دې سيمه کې تر دې وړاندې هم د ځايي امن لښکر پر غړيو بريدونه شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم په ډوګ دره پر ځايي امن لښکر ددغه بمي چاودنې مسووليت تر دې دمه لا کومې وسله والې نه دى منلى، خو تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لښکر پر غړيو د بريدونه مسووليت تحريک طالبان پاکستان منلى دى.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او نورو چارواکيو په دير بالا کې د امن لښکر پر غړيو بمي چاودنه غندلې، د عامو ملکي کسانو وژنه يې د ترهګرو د کمزورۍ نښه بللې او ټينګار يې کړى چې ډېر ژر به له دې هېواده د ترهګرۍ ټغر ورټول کړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون د صوبې په بېلابېلو سيمو کې پر پوليسو او د طالبانو د مخالف امن لښکر پر غړيو بريدونه او د هغوى د هدفي وژنو لړۍ يو ځل بيا تېزه شوې چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG