د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

مېرمن حسیني د تقنیني فرمان په اړه ولسي جرګه په بې پامۍ تورنه کړه


د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، د ملي شورا ګډې کمېټې د ولسي جرګې له لوري د غړېو د نه معرفي کېدو له امله ونشو کړای په کار پيل وکړي.

تمه کېده د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان د بحث لپاره د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه کمېټه د شنبې په ورځ خپل کار پیل کړي خو د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي چې دغې کمېټې ته تر اوسه د ولسي جرګې له خوا غړي نه دي معرفي شوي.

د مشرانو جرګې دویمه منشي نجیبه حسیني د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره خبرو کې ولسي جرګه په بې پامۍ تورنه کړله او ویې ویل چې دوی د تیري اوونۍ په یکشنبې د ګډې کمېټې د غړېو د معرفي کولو لپاره رسماً ولسي جرګې ته مکتوب لیږلی و.

میرمن حسیني زیاته کړه:

"تېره یکشنبې موږ د مشرانو جرګې پریکړه د مکتوب په بڼه ولسي جرګې ته ولیږله او له دوی مو وغوښتل چې د ګډ کمېسیون لپاره خپل غړي معرفي کړي. وبه لیدل شي چې دوی ایا اجراات کړي که نه. فکر کوم لکه څنګه چې دوی فرمان رد کړ ښایې ډېر ګډ کمېسیون ته هم پام ونه کړي."

د مشرانو جرګې دویم مرستیال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې د ملي شورا ګډه کمېټه به د شنبې په ورځ خپله لومړنۍ غونډه تر سره کړي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان بیا وایي چې د مشرانو جرګې مکتوب د شنبې په ورځ دوی ته ورسېد.

د نوموړي په خبره د دغې کمېټې غړي به سبا ته وټاکل شي او د دوشنبې ورځې ته به عمومي مجلس ته د رایي اخېستلو لپاره معرفي شي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان

ښاغلي عرفان زیاته کړه:

"دا چې څلور ورځې د اختر رخصتۍ وې، نو د دوی مکتوب نن موږ ته را ورسېد او موږ مربوطه کمېسیون ته واستوه او هغوی به نن یا سبا خپل غړي مشخصوي. که عدلي او قضایې کمېسیون سبا ته خپل غړي وټاکي نو دوشنبې ته ورباندې رایې اچونه کوو او وروسته بیا هغوی کار پیلوي."

د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره د ولسمشر تقنیني فرمان د دوهم ځل لپاره ولسي جرګې رد خو مشرانو جرګې له ځينو تعدیلاتو سره تایید کړ.

د قانون له مخې کله چې د ولسمشر فرمانونه د ولسي جرګې له خوا رد او مشرانو جرګه یې بیا تایید کړي نو یوه ګډه کمېټه جوړیږي او د دغو فرمانونو د برخلیک په اړه وروستۍ پریکړه کوي.

له دې مخکې جمهوري ریاست ویلي و چې د انتخاباتي اصلاحاتو بهیر به ونه دریږي.

اخوا د ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده ازادي راډيو ته وویل چې ولسي جرګه د ولسمشر پر تقنیني فرمان د بحث او ګډې کمېټې په برخه کې وخت ضایع کوي.

ایوب زاده: ولسي جرګه د تقنیني فرمان د بحث په برخه کې وخت ضایع کوي
ایوب زاده: ولسي جرګه د تقنیني فرمان د بحث په برخه کې وخت ضایع کوي

دی وایي، د انتخاباتي سیسټم په اصلاح کې ځنډ پر راتلونکو انتخاباتو منفي اغیزه لري.

ښاغلي ایوب زاده زیاته کړه:

"موږ د انتخاباتو د اصلاح او تر سره کېدو له ناڅرګند وضعیت په اړه اندیښنه لرو. دا وضعیت حکومت او د ولسي جرګې ځینو غړېو رامنځ ته کړی دی."

افغان حکومت د میزان څلورویشته نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره وخت ټاکلی دی.

خو ښاغلی ایوب زاده وایي، دا ناممکنه ده چې دغه انتخابات په خپل وخت وشي.

د نوموړي په خبره که انتخابات پرته له اصلاحاتو په خپل وخت هم وشي، د خلکو لپاره به د منلو وړ نه وي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG