د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

اشټون کارټر د افغانانو په ښې راتلونکې ټینګار کړی


د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر وایي، په کابل کې یې له چارواکو سره په خبرو کې د افغانانو په ښې راتلونکې ټینګار کړی دی.

اشټن کارټر له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، امریکا او نور متحدین یې د افغانستان دوامداره ملاتړ ته ژمن دي.

کارټر وایي، د درېیو مسئلو په اړه د بحث لپاره کابل ته راغلی چې هغه د قاطع ملاتړ ماموریت د قومندان د صلاحیتونو لوړول، افغانستان سره مالي ژمنې او د ۲۰۱۷ تر پایه د امریکایي ځواکونو د حضور دوام دی.

بل لور ته ولسمشر محمد اشرف غني له افغان ځواکونو سره د امریکا د دوامداره مرستو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په پوره شفافیت سره به دغه مرستې مصرف شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"هر ډالر، هره افغانۍ به په شفافه توګه حساب ورکول کیږي، موږ مصمم یو چې هم خپله برخه ډېره کړو، هغه امکانات چې له دباندې راځي په مطلق شفافیت سره به استعمالیږي، لکه څنګه چې ما وارسا کې وویل، موږ غواړو په شرایطو باندې مرستې را وغواړو."

دا درېیم ځل دی چې د امریکا د دفاع وزیر کابل ته سفر کوي، خو اوسنی سفر یې په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندې افغان حکومت د وارسا په غونډه کې تر ۲۰۲۰ پورې د مرستو ډاډ ترلاسه کړ.

پخوانی:

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر په یوه نا اعلان شوي سفر نن کابل ته راغی.

ټاکل شوې ښاغلي کارټر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قومندان جنرال جان نیکولسن سره لیدنې وکړي.

کارټر وروسته له هغې افغانستان ته سفر کوي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د ۵۵۰۰ پخواني اعلان شويو پوځیانو پر ځای تر د ۲۰۱۷ میلادي کال پورې د ۸۴۰۰ پوځیانو د پاتې کېدو اعلان وکړ.

دغه پوځيان به د ناټو ځواکونو سره په خوا کې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او امریکا همدارنګه په افغانستان کې د ترورېزم ضد ځانګړي ځواکونه هم لري.

واشنګټن ژمنه کړې چې هر کال به له افغان امنیتي ځواکونو سره ۳.۵ میلیارده ډالره مرسته کوي او همدارنګه به د امریکا متحدان ناټو هم له افغان ځواکونو سره هر کال یو میلیار ډالره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG