د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

فیصل: ناټو دې له وسله والو نه د پاکستان پر ملاتړ غور وکړي


د افغانستان حکومت به د وارسا په غونډه کې د ناټو له مشرانو وغواړي چې له تروریستي ډولو د پاکستان پر ملاتړ غور وکړي.

د سر مشریزې غړي به نن شنبې غرمه پر افغانستان ځانګړی بحث پیل کړي.

په دې غونډه کې به د تروریزم پر ضد پر مبارزه او په پاکستان کې د هغو تروریستي ډلو د فعالیت پر څرنګوالي خبرې وشي چې په افغانستان کې تروریستي حملې کوي.

د افغانستان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو مشرانو ته یې په خپله خاوره کې ځای او موقع ورکړې چې په افغانستان کې تروریستي حملې تنظیم او تر سره کړي.

د حکومت د اجراییه مشر مرستیال ویندوي جاوید فیصل پرون جمعه د وارسا له غونډې ازادي راډیو ته وویل، د ناټو له غړیو به وغواړي چې د تروریزم د تمویل، پراختیا او ملاتړ ابعادو ته کتنه وکړي.

جاوید فیصل زیاته کړه:

"په افغانستان کې جنګ زموږ نه دی، دا بهرني ابعاد لري، نړۍ او موږ په دې پوهیږو چې هغه تروریستان چې په افغانستان کې حملې کوي، له بهره ملاتړ ترلاسه کوي او دا ملاتړ اکثر په پاکستان کې وي، پاکستان هغه هېواد دی چې لا یې هم تروریستانوته یې ځای ورکړی، هغوی ته مالي امکانات برابروي چې په افغانستان کې جنګ وکړي، زموږ تمرکز به پردې وي چې د ناټو غړي هېوادونه باید د تروریزم دې زاویې ته هم وګوري او په افغانستان کې ټاکلي هدف ته د رسېدو لپاره باید د تروریستانو بهرنی ملاتړ باید قطع شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت او بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د ناټو له غړیو هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د دوی د هڅو ملاتړ وکړي.

عزیز په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوه لیکلي:

عزیز: څومره چې پاکستان افغانستان کې د سولې د پروسې د پیل لپاره زیاتې هڅې کوي، هغومره د ناټو له غړیو توقع لرو.
عزیز: څومره چې پاکستان افغانستان کې د سولې د پروسې د پیل لپاره زیاتې هڅې کوي، هغومره د ناټو له غړیو توقع لرو.

"څومره چې موږ په افغانستان کې د سولې د پروسې د پیل لپاره زیاتې هڅې کوو، هغومره د ناټو له غړیو توقع لرو چې د تروریزم پرضد د مبارزې پرعملیاتو تمرکز زیات او دا بهیر لا چټک کړي."

سرتاج عزیز په افغانستان، عراق، بنګله دېش او سعودي عربستان کې وروستیو تروریستي حملو ته اشاره کړې او په اعلامیه کې یې ویلي:

"یوازې د نړیوالې ټولنې همکاري او اتحاد تروریزم ته ماتې ورکولائ شي."

عزیز په شمالي وزیرستان او د خپل هېواد په ځینې نوروسیمو کې د تروریستي ډلو پرضد پوځي عملیات بریالي بللي او د نړیوالې ټولنې ستاینه یې کړې چې د تروریزم پر ضد مبارزه کې د پاکستان هڅې مهمې ګڼي.

خو د کابل پوهنتون د سیاسي علومو او حقوقو د پوهنځي د استاد او سیاسي کتونکي نصرالله ستانکزي په باور، پاکستان هڅه کوي چې په دې ډول د وارسا په غونډه کې د ګډونکونکو پام له ځانه واړوي.

ستانکزی: پاکستان هڅه کوي چې په دې ډول د وارسا په غونډه کې د ګډونکونکو پام له ځانه واړوي.
ستانکزی: پاکستان هڅه کوي چې په دې ډول د وارسا په غونډه کې د ګډونکونکو پام له ځانه واړوي.

نصرالله ستانکزی زیاتوی:

"زه فکر کوم چې د پاکستان چارواکي غواړي په وارسا کې ذهنیتونه مغشوش کړي، یا په بل عبارت، په ډېره چالاکۍ او بېړه هڅه کوي چې د ځان په ګټه تبلیغ وکړي، خو دنیا پاکستان پېژندلی او داسې خبرې یوازې لوبې او د ذهنیتونو د مغشوشولو هڅې دي."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د وارسا غونډې ته تر رسېدو مخکې اعلان وکړ چې لږترلږه ۸۴۰۰ عسکر به یې د روان کال ترپایه په افغانستان کې پاتې شي.

تمه ده چې د ناټو نور غړي هم نن ورته پرېکړې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG