د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

پوی: پاکستان له امریکا نه په چل ۳۳ میلیارده ډالر اخېستي


ډیکان کرونیکل:

ډیکان کرونیکل هندي ورځپاڼې پاکستان ته د امریکا د مالي مرستو د زیاتولو په اړه د متحده ایالاتو د کانګریس د یوه لوړ رتبه غړي مقاله خپره کړې ده.

د متحده ایالاتو په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي ټیډ پوی په خپله مقاله کې د استازو د جرګې د هغې پریکړې مخالفت کړی چې له مخې به يې پاکستان ته په ۲۰۱۷ مالي کال کې د امریکا مالي مرسته له ۷ سوه نه ۹ سوه میلیونه ډالرو ته پورته شي.

د کانګرس غړی ټیډ پوی وايي، پاکستان د اعتماد وړ نه دی او د نوموړي په خبره دې هېواد له ۲۰۰۱ کال راهیسې له امریکا څخه په چل ول ۳۳ میلیارده ډالر اخیستي دي.

ښاغلې پوی د ترورېزم، اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي او د سوداګرۍ د کمېټې مشر دی، دا کمېټه د متحده ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوه څانګه ده.

امریکايي کانګرس مین ښاغلي پوی ویلي، موږ له تېرو ۱۵ کلونو له پاکستان غواړو چې پر خپله خاوره تروریستان وځپي خو د ده په خبره پاکستان نه یوازې دا کار ونه کړ بلکې د هغو تروریستانو ملاتړ يې وکړ چې په افغانستان کې زموږ سرتیري وژني.

د کانګرس دې جمهوري غوښتونکي غړي په خپله لیکنه کې وړاندې ویلي موږ اړتیا نه لرو چې له پاکستان سره د دې لپاره مرسته زیاته کړو چې له موږ سره خیانت وکړي.

ټید پوی د خپلې لیکنې په پای کې وايي:

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ناټو یوه راپور دا تائید کړه چې د پاکستان پوځي استخبارات یا ای ایس ای طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته پناه ورکوي، روزنه يې کوي او مالي سرچینې ورته برابروي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان يې دی "هغه نیپالیان چې د کار روزګار په تمه افغانستان ته تللي له ګواښونو او مرګ سره مخامخ دي."

نیویارک ټایمز لیکي:

د هغو ۱۳ نیپالیانو مړي چې په کابل کې يې د کاناډا د سفارت امنیت ساته خپل هېواد ته ورسول شوه.

دا ۱۳ نیپالي اتباع تېره اوونۍ په کابل کې د یوې ځانوژونکې حملې په نتیجه کې ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي:

دې امنیتي قراردادیانو په نیپال کې خپلو کورنیو ته چې په بد مالي حالت کې دي، پیسې استولې وې خو په افغانستان هر څه له ګواښ سره مل دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي زیات شمېر دغو نیپالیانو په میاشتو میاشتو کار کاوه څو هغو کسانو ته زرګونه ډالر ورکړي چې دوی يې په افغانستان کې پر دنده ګمارلي وو.

په کابل کې د وژل شوېو نیپالي قراردادیانو کورنۍ او ملګري غُصه دي او شکایت کوي چې د کابل پر سرکونو د دې کسانو امنیت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

مني رام خنال چې د نیپال د پوځ پخوانۍ سرتیری دی او په افغانستان کې يې د ګارد په توګه دنده ترسره کړې، نیویارک ټایمز ته ویلي:

دا زما د ژوند تر ټولو زیاته ټکان ورکونکې پېښه وه. په دې برید کې زما د اوږدې مودې ملګرې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG