د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د لورا بوش نوی کتاب: موږ افغان میرمنې یوو


اتلانتیک خپرونه:

د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې د امریکا د پخوانۍ لومړۍ میرمن لورا بوش په وینا لیکي دي چې ټول امریکایي پوځیان باید له افغانستانه ونه وځي او که داسې کیږي ټولې لاسته راوړنې به لاهو شي او هرڅه به بیا له سره پیلوو.

لورا بوش د خپل نوي کتاب "موږ افغان میرمنې یوو" مخ کتنې کې د دوشنبې په ورځ وویل چې افغان میرمنې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته اندیښمنې وې، دوی هیله لرله چې زموږ پوځیان د دوی په هېواد کې پاتې شي.

لورا بوش چې د خپل خاوند جورج بوش په وخت د امریکایي او افغان مېرمنو په نوم د ګډې شورا مشره شو اوس هم د دې شورا مشري کوي.

اتلانتیک خپرونه د لورا بوش په وینا لیکي چې افغان مېرمنو د دغو ځواکونو له وتلو وروسته د یوې خلا احساس وکړ او دوی عراق ته کتل چې هلته د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته څه پېښ شول.

اتلانتیک خپرونه د خپلې مقالې په وروستیو کې لیکي چې د لورا بوش په کتاب کې پر دې تاکید شوی دی چې امریکا باید له افغانانو سره نورې مرستې وکړي او افغانستان هیر نه کړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بمباري مسئله څېړلې ده.

ځیني وایي چې د چهاردرې ولسوالۍ په "اق مسجد" سیمه کې امریکایي الوتکو هغه برمته وژلي دي چې طالبانو له لوېو لارو ښکته کړي وو او له ځانونو سره یې بیولي وو.

نیویارک ټایمز د کندز د والي په وینا لیکي چې طالبانو د امریکایي الوتکو د برید په ځواب کې یو شمېر برمته په بمونو الوزولي او بیا یې وروسته ادعا کړې چې دا کسان په بمباري کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه د ځینو سرچینو په وینا د وژل شوېو شمېر لږ تر لږه اووه تنه یادوي او ځیني بیا وايي چې په دې بمباري کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز د طالبانو د ویاند ذبیح اله مجاهد خبرې هم را اخیستې دي چې وایي، په بمباري کې درې وسله وال او شپږ اسیران چې له دوی سره وو، وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د دوشنبې په ورځ د کندز مرکزي روغتون ته شپږ مړي له چهاردرې راوړل شول چې د څلورو کسانو مړي وپیژندل شول او خپلوان یې پیدا شول.

نیویارک ټایمز ليکي چې د وژل شوېو کسانو خپلوانو ویلي دي چې دوی له طالبانو سره په خبرو وو ترڅو د دوی برمته راخوشې کړي خو هغوی ټینګار کاوه چې د دغو کسانو د خلاصون په بدل کې دې حکومت د طالبانو یو شمېر بندیان له زندانونو خوشې کړي.

دا خبره تر اوسه سمه نه ده معلومه شوې چې دا کسان څرنګه وژل شوي دي، نیویارک ټایمز په کابل کې د امریکایي ځواکونو د ویاند برید جنرال چارلس کلېفلنډ په وینا لیکي چې د بمباري تحقیقات روان دي او په دې برخه کې له افغان همکارانو سره یوځای تحقیقات کیږي.

XS
SM
MD
LG