تازه خبر
جمعه ۲۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۰

افغانستان

له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز روانه اوونۍ کار پیلوي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې افغانستان د ادارې فساد سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز به په همدې اوونۍ کې په کار پیل وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن خبریالانو ته وویل چې د دې مرکز په تشکیل کې درې مهم ارګانونه لکه قضاه، څارنوالي او کورنیو چارو وزارت شامل دي.

نوموړي وویل چې د دې مرکز د جوړېدو هدف دا دی چې له فساد سره د مبارزې هڅې همغږي کړي.

لویه څارنوالي وایي دا مرکز به د فساد اړوند ټولې دوسیې چې په هره کچه چې وي وڅېړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ: پر ایران د نویو بریدونو په اړه پرېکړې ته بیړه نه لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په درېیو جلا مرکو کې ویلي، چې د ایران پر ضد د نویو پوځي بریدونو په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري او د راتلونکي میلادي کال پیل یې د احتمالي پرېکړې وخت بللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې راپورونه د ایران پر ضد د پراخو پوځي بریدونو د نوي پړاو د پیل لپاره پر واشنګټن د اسرائیل د فشارونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي. له بلې خوا، امریکايي چارواکي لا هم پوځي لارې چارې او د هغو احتمالي پایلې ارزوي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، پر ایران د نویو احتمالي بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ښه، د نوي کال له پیل وروسته به په دې اړه له تاسو سره خبرې وکړم.»

هغه چې له چین څخه تر سفر وروسته په الوتکه کې بېرته واشنګټن ته روان و، زیاته کړه: «وخت لرو.»

د امریکا ولسمشر په یوه بله جلا مرکه کې، چې د اکسیوس او د اسرائیل د ۱۲م تلوېزیون خبریال باراک راوید ورسره کړې، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري. هغه وویل: «و به ګورو چې د نوي کال له پیل وروسته به څه پېښېږي.»

ټرمپ له فاکس نیوز تلوېزیون سره په مرکه کې هم د جنورۍ لومړۍ نېټې ته اشاره وکړه، خو څرګنده یې نه کړه چې ولې یې د ایران پر وړاندې د شخړې د راتلونکي په اړه د پرېکړې لپاره دا نېټه یاده کړه.

کرزی: په افغانستان کې کابو څلور میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د اساسي حقونو، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او امنیت پر برابرولو یې ټینګار کړی دی.

کرزي د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، په افغانستان کې نژدې څلور میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او د لومړنیو زده‌کړو په عمر د برابرو ماشومانو تر نیمایي ډېر ښوونځیو ته له تګه بې‌برخې دي.

هغه بېوزلي او محرومیت د ماشومانو د روغتیا او راتلونکي پر وړاندې ګواښونکي عوامل بللي او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د کورنیو او ټولنې امنیت ته هم خطر پېښوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو پر مخ دې د زده‌کړو دروازې له هېڅ ډول محدودیت پرته پرانیستل شي.

کرزي تر دې مخکې هم د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

طالبانو واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې.

افغان ښځو د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د پرېکړو او پالیسیو په جوړولو کې د ګډون غوښتنه وکړه

رباب فاطمه
رباب فاطمه

د ښځو شاوخوا ۵۰ فعالانو، خبریالانو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې، رباب فاطمې سره په لیدنه کې په ټولنه کې د ښځو لپاره د ډېرو فرصتونو او د هغوی د اغېزمن ګډون غوښتنه وکړه.

یوناما پر خپلې فېسبوک‌پاڼې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ستونزو، زده‌کړو او کار او د هغوی د لومړنیو حقونو په اړه خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې، رباب فاطمې ویلي، افغان ښځې نه غواړي یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې وي، بلکې غواړي په هغو پرېکړو او پالیسیو کې فعال رول ولري چې پر ژوند یې اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي.

په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې نژدې پنځه برابره زیاتې شوې دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې د سپټمبر په پرتله د اکتوبر په میاشت کې نږدې پنځه برابره زیاتې شوې دي.

د دغه سازمان د اکتوبر میاشتني د راپور له مخې، په دې میاشت کې د ډینګي تبې ۱۶۷۵ شکمنې پېښې او یوه مړینه ثبت شوې، په داسې حال کې چې په سپټمبر کې ۳۶۴ شکمنې پېښې ثبت شوې وې او د مړینې کومه پېښه نه وه راپور شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د کال له پیل راهیسې د ډینګي تبې له امله دا لومړنۍ مړینه ده.

ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د ماشو د چیچلو له لارې انتقالېږي او نښې یې تبه، سخت سرخوږی، د عضلو او بندونو درد او د پوستکي دانې دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ماشو کنټرول او روغتیايي څارنه مهمه ده.

یاد سازمان څرګنده کړې چې دا شمېرې د ناروغۍ شکمنې پېښې دي او لابراتواري تایید ته اړتیا لري.

سېف د چلډرن: افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره د نړۍ له پنځو مرګونو سیمو دی

ارشیف، د ماینونو د خطرونو په اړه یو شمېر افغان ماشومانو ته د خبرتیا ورکولو بهیر
ارشیف، د ماینونو د خطرونو په اړه یو شمېر افغان ماشومانو ته د خبرتیا ورکولو بهیر

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سېف د چلډرن) وايي، افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره د نړۍ له پنځو تر ټولو مرګونو سیمو څخه شمېرل کېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۴۰ ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي.

په ۲۰۲۵ کال کې د دغو چاودنو نږدې ۷۰ سلنه قربانیان ماشومان و.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» خپور شوی، ویلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړۍ په جګړو کې تر ۱۷۱ زرو ډېر ماشومان مړه یا ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د ماشومانو له هرو ۱۰ قربانیانو څخه اووه‌یې یوازې په پنځو هېوادونو او سیمو، یعنې افغانستان، سوریه، فلسطیني سیمو، سومالیا او یمن کې و.

اېم‌اېس‌اېف: په سختې خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو بسترېدل زیات شوي

ارشیف، په هرات کې د بې‌پولې ډاکترانو سازمان په یوه روغتون کې بستر شوي په خوارځواکۍ اخته افغان ماشومان
ارشیف، په هرات کې د بې‌پولې ډاکترانو سازمان په یوه روغتون کې بستر شوي په خوارځواکۍ اخته افغان ماشومان

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان (اېم‌اېس‌اېف) وايي، په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې د سختې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر کېږي، شاوخوا ۲۸ سلنه زیات شوی دی.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګسټ پورې، په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د خوارځواکۍ د درملنې په ځانګړو مرکزونو کې نږدې ۸،۵۰۰ ماشومان بستر شوي دي.

د راپور له مخې، د شپږو میاشتو څخه د کم عمره ماشومانو په بستر کېدو کې هم تر ۳۱ سلنې ډېر زیاتوالی راغلی دی.

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان خبرداری ورکړی چې بې‌وزلي او د خوړو کمښت د خوارځواکۍ ستونزه لا پسې سختوي.

له بلې خوا، د بودجې د کمښت له امله د شاوخوا ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو تړل کېدو، تر دوو میلیونو ډېر کسان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي دي.

دغه سازمان اټکل کړی چې په راتلونکي میلادي کال کې به په افغانستان کې تر څلورو میلیونو ډېر له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

د ماشوم نړیواله ورځ؛ یونیسف وايي میلیونونه افغان ماشومان له زده‌کړو محروم دي

ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان
ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو د حق پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

یونیسف د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» د ماشومانو د نړیوالې ورځې په درشل کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې زده‌کړه د هر ماشوم حق دی او په دې برخه کې پانګونه د راتلونکي لپاره پانګونه ده.

د یونیسف او یونسکو د ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې د ابتدايي زده‌کړو لپاره د عمر په شرایطو برابر څه د پاسه ۵۰ سلنه ماشومان له ښوونځي بې‌برخې دي.

همدارنګه، په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، تر دوه‌نیم میلیونو ډېرې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي.

د ملګروملتونو درې ادارې او بریټانیا د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې په ګډه کار کوي

د ملګروملتونو درې ادارې او د بریټانیا حکومت په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې په ګډه کار کوي.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي نن پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو صندوق (یونیسف) د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې اداره به په ګډه په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ په برخه کې کار وکړي.

لیندسي د دغه ګډه کار موخه سالمو خواړو ته د خوارځواکو ماشومانو لاسرسی یاد کړی دی.

یونیسف ویلي چې څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

ګجراټ ټایټنز لوبډلې راشدخان په کابو دوه میلیونو ډالرو له ځان سره ساتلی دی

راشدخان
راشدخان

د سږکال د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو لپاره څلور افغان لوبغاړي خپلو لوبډلو ساتلي دي.

ګجراټ ټایټنز په ۱۸ کروړه هندي روپیو، چې کابو دوه میلیونه ډالره کېږي، نامتو افغان سپېنر یا ورو توپ اچوونکی راشد خان له ځان سره ساتلی دی.

همدارنګه عظمت الله عمرزی به له پنجاب کېنګر لوبډلې سره پاتي شي او نور احمد لکڼوال او محمد غضنفر به هم د خپلو لوبډلو لپاره لوبې وکړي.

تمه ده د سږکال د ای پي ایل بولۍ د را روانې ډسمبر میاشتې په ۱۶مه په ابوظبۍ کې ترسره شي.

تراوسه د هند غوره لیګ د پیل نېټه اعلان شوي نه ده.

د تیر کال د ای پي ایل اتلولي رایل چلنجرز بنګلورو ګټلې وه.

تاجکستان له افغانستان سره د ګډ بازار د جوړولو وړاندیز کړی

ارشیف، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله
ارشیف، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله

تاجکستان غواړي له افغانستان سره پر پوله ګډ بازار جوړ کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري پراخه شي.

دا وړاندیز په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سید کریم هاشمي سره په کتنه کې مطرح کړی دی.

شریفي ویلي، د دغه بازار جوړېدل به د دواړو هېوادونو سوداګرو او وګړو ته د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې نوي فرصتونه برابر کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG