د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د اروپايي ټولنې د پاتې غړو پر يووالي ټينګار وشو


د برتانیې وروستۍ ټولپوښتنې چې اروپایي اتحادیې څخه د وتلو لاره یې غوره کړه د دغې اتحادیې پلازمینه، بروسلز، هک پک حیران کړی او د خپلې بقا هلې ځلې کوي.

د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل او د فرانسې د جمهور رئیس فرانسوا اولانډ په څېر مشران ښايي اوس دا خبره یقیني کړي چې د اروپايي اتحادیې نور هېوادونه د بېلتون لار نه غوره کوي.

همدغه موضوع د هالند د صدراعظم سره د اروپايی اتحادیې د درېیو عمده ادارو د مشرانو د نننۍ غونډې د اندېښنې وړده.

دوی پوهیږي چې اوروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو د خبرو لپاره باید یو ګډ موقف پیدا کړي.

دغه جنجالمنې خبرې به تقریباً دوه کاله وخت ونیسي، خوله هر بل څه مخکې دوی باید نن څرګنده کړي چې اروپايي اتحادیه فعاله ده اوپاتې غړي یې هم سره یو لاس دي.

د ایو ستونزمن کار دی، د بریتانیې د ټولپوښتنې د نتایجو د خبرله خورېدو سره سمد پیسو بیې او د اسهامو بازارونه ولوېدل.

اروپايي اتحاديه چې یو شمېر هېوادونو یې کلونه خپل لګښتونه سپمولي او بېکاري هم په کې زیاته وه د بل اقتصادي بحران زور نه لري.

د برتانیې د ټولپوښتنې نتیجه په ټوله اروپايي اتحادیه کې او له هغې بهر د دولتی موسساتو ضد عناصرو لپاره یو ښه خبردی.

راتلونکی کال د اروپايي اتحادیې په دوو مهمو هېوادونو جرمني او فرانسې کې لوی انتخابات کېږي.

د بریتانیې د ټولپوښتنې نتایج به په فرانسې کې د لوپا په مشرۍ دملي جبهې ګوند زړور کړي.

کېدای شي ګڼ فرانسویان په اروپايي اتحادیه کې د فرانسې په خوښه د اصلاحاتو یا اتحادیې څخه د وتلو غوښتنه وکړي.

جرمني چې په اروپايي اتحادیه کې د وروستیو کلونو لانجو څخه په امان کې پاته شوه د برتانیې د ټولپوښتنې نتایج کېدای شي په دغه هېواد کې هم تغییرات رامینځ ته کړي.

د کډوالو وروستي بحران چې جرمني یو ملیون پناغوښتونکي او کډوال ومنل د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې کړکېچ رامینځ ته کړی دی.

اروپايي اتحادیې څخه د برتانیې وتل کېدای شي د صدراعظمي انګیلا میرکل اوملګرو ته یې چې هغوی هم داروپايي اتحادیې پلویان دی وضعیت سخت کړي.

ښي لاسې ګوندونه امکان لري پیاوړي شي او په اروپايي اتحادیه کې د برلین موقف کمزوری کړي.

د مدیترانیې د سمندرګي په غاړه هېوادونه لکه هسپانیه، ایټالیا او پرتګال به دکوم نوي اقتصادي بحران په صورت کې تر ټولو ډېر زیانمن ځکه شي چې دوی له وروستي بحرانه نوي رغېدلي دي.

په دغو درېیواړو هېوادونو کې پاپولیست یاولسي نظرپالونکي ګڼ ګوندونه شته چې واک ته د رسېدلو لپاره د فرصت په تمه دي.

د اروپايي اتحادیې د شمال هېوادونه لکه هالینډ او ډنمارک حیران دي چې له خپل لوی پلوی هېواد برتانیې پرته به په دغې اتحادیه کې څنګه پاته شي.

خو پوښتنه داده چې آیا دوی له اروپايي اتحادیې پرته ګزاره کولی شي کنه؟

همدغه پوښتنه د منځنۍ اروپا د ځینو هېوادونو لکه چیک جمهوریت او هنګري په هکله چې د اروپايي اتحاديي په اړه شک لري هم کېدای شي.

XS
SM
MD
LG