د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د افغانستان په لویدیځ کې د افغان ځواکونو د جذب پر بهیر د ایران اغېز


امریکایۍ ورځپاڼه سټارس اېن سټرایپس د ناټو چارواکو په وینا لیکي، ایران د سوریې جګړې ته افغانان استوي چې ښایي دې جلب او جذب د افغانستان په لویدیځ کې له افغان ځواکونو سره د ځوانانو د یوځای کېدو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی وي.

د ورځپاڼې په باور افغان ځواکونه د خپل شمېر په ساتنه کې له ستونزو سره مخامخ دی، ځکه چې له طالبانو سره ګڼ امنیتي ځواکونه په جګړو کې وژل شوي، د امنیتي ځواکونو له لیکو یو شمېر کسان تښتي او ځیني کسان په لېست کې شته خو په عمل کې نه شته.

د ستارس این سترایپس په باور په هرات او ورسره څنګ ته په لویدیځو ولایتونو کې چې امنیتي وضعیت یې هم بد نه دی، د جلب او جذب شمېره په ځانګړې ډول ښکته ده.

بهرني ځواکونه په دې باور دي که چېرته د افغانستان په لویدیځ کې طالبان همداسې بریدونه وکړي لکه د افغانستان په جنوب کې چې یې کوي، نو ښایي افغان ځواکونه یې مخنیوی و نه شي کړای.

د افغانستان په لویدیځ کې د ناټو د روزنې د ماموریت مرستیال قوماندان ستیف لوتسکي وایي، که د افغانستان د جلب او جذب بهیر عادي نه شي نو دا به په یوې ستونزې بدل شي.

ستیف لوتسکي زیاته کړه چې د افغانستان په لویدیځ کې د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب پر بهیر ښایي ایران تاثیر کړی وي، ځکه چې ایران افغانان د داعش پرضد په سوریه کې د جګړې لپاره جلبوي.

لوتسکي بیا وویل چې د سیمې ګڼو خلکو دا خبره ده ته کړې ده.

د دې امریکایي پوځي چارواکي په باور ایران په سوریه کې د جګړې لپاره افغانانو ته تر دې ډیرې پیسې ورکوي چې افغان ځواکونه یې په افغانستان کې ترلاسه کوي.

په هرات کې ایټالیایي پوځیان دیره دي، د دغو ځواکونو یوه مشر روبیرتو ویګلیتا هم دا خبره په یو ډول تاییدوي چې ایران د افغانستان په لویدیځ کې ډېر فعال دی.

خو ویګلیتا په ورته وخت کې وایي، چې په هرات کې د خلکو اقتصاد د افغانستان د نورو برخو په پرتله ښه دی، دلته نجونې او هلکان ښوونځیو ته ځي چې له پوهنتونو وروسته تر دې ډېر معاش اخلي چې په پوځ کې ورکول کیږي.

د ویګلیتا په وینا افغان حکومت له پوځیانو سره دا ژمنه نه کوي چې دوی به په خپل ولایت کې وي، اکثر وخت دوی نورو سیمو ته لیږي چې دې هم د پوځ په لیکو کې د جلب او جذب پر بهیر منفي اغیز کړی دی.

خو په هرات کې د دوه سوه اووم قول اردو مشر تورن جنرال محي الدین غوري د جلب او جذب په برخه کې د ناټو اندیښنې بې ځایه بللي دي او وایي چې د اوس لپاره دا ستونزه نه شته خو په راتلونکې کې باید د جلب او جذب مسالې ته توجه زیاته شي.

XS
SM
MD
LG