د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

برنان: داعش په غربي هېوادونو کې د حملو پلان لري


د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي ای اې مشر خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله یا داعش هڅه کوي چې خپل وګړي په غربي هېوادونو کې حملو ته برابر کړي.

جان برنان پرون پنجشنبې څرګنده کړه چې داعش د هغو زرګونو وسله والو له ډلې چې ورسره یوځای شوي، د دې حمله کونکو د چمتو کولو هڅې کوي.

د جان برنان په حواله، د داعش د وسله والو شمېر د القاعده تر غړو زیات دی.

د هغه تر دې څرګندونو څو ورځې وړاندې، د عمر متین په نوم یوه وسله وال چې له داعش سره یې خواخوږي څرګنده کړې وه، په فلوریډا کې پر يوه نایټ کلب په حمله کې لږترلږه ۴۹ تنه ووژل.

دا د امریکا په تاریخ کې د یوه وسله وال له لوري پر ملکي خلکو تر ټولو ستره حمله بلل شوې ده.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر جان برنان د سنا د استخباراتو کمېټې ته په وینا کې، باور څرګند کړ چې داعش د وسله والو پر روزنه کار کوي او په غربي هېوادونو کې د حملو لپاره یې تیاروي.

د هغه په وینا، داعش په خپلو لیکو کې زیات د غربي هېوادونو زیات کسان جذب کړي چې د حملو لپاره کار ورڅخه اخیستلای شي.

برنان زیاته کړه چې داعش به ښايي په قاچاقي لارو لکه د غیر قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو په بڼه یا په قانوني اسنادو غربي هېوادونو ته د خپلو وسله والو د رسولو هڅې وکړي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر په وینا، داعش په سوریه او عراق کې ډېرې ضربې وخوړې خو لاهم په ټوله نړۍ کې د حملو د ترسره کولو توان لري.

برنان:داعش په ټوله نړۍ کې د حملو د ترسره کولو توان لري
برنان:داعش په ټوله نړۍ کې د حملو د ترسره کولو توان لري

​جان برینان د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې ته وویل:

"متاسفانه، د جګړې په ډګر کې او له مالي اړخه، د داعش پر ضد زموږ ټول پرمختګ د تروریستي فعالت لپاره د دې ډلې توان له منځه نه دی وړی او له نړۍ یې د دې ډلې لاس نه دی لنډ کړی."

د امریکا د فلوریډا ایالت په اورلانډو ښار کې پرنایټ کلب حلمه کونکي، عمر متین د حملې پرمهال د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې یا داعش سره د خپلې ملګرتیا غږ کړی و.

خو جان برنان وویل، داسې هیڅ اسناد لا نه دي موندل شوي چې د عمر متین او داعش یا کومې بلې وسله والې افراطي ډلې ترمنځ مستقیم ارتباط ثابت کړي.

د سي ای اې مشر په اورلانډو کې پېښه پرهغو اصولو حمله وبلله چې د امریکا ولس ته مهم دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او هلته د قانون د انفاذ فدرالي ادارو ویلي چې عمر متین ښايي تر یوې اندازې پر انټرنټ د افراطي ډلو د تبلیغ تر اغېز لاندې راغلی و.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر د سنا د استخباراتو کمېټې ته په وینا کې زیاته کړه چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوې په سوریه او عراق کې د داعش د پروپاګند د مخنوي هڅې کوي.

هغه زیاته کړه چې داعش په اساسي ډول، له سوشیل میډیا، ټویټر او ټمبلر په څېر انټرنټي پاڼو د خپل تبلیغ لپاره کار اخلي، په خپله ګټه پروپاګند کوي او د خپل نظر د خپرولو لپاره د انټرنټ له لاري پلویان راغونډوي.

جان برنان په ځانګړي ډول د لیبیا یادونه وکړه او اندېښنه یې څرګنده کړه چې داعش ښايي له دې هېواده په اروپا او نورو هېوادونو کې حملې تنظیم کړي.

هغه وویل:

"په لیبیا کې د داعش فعالیت ښايي تر بل هرځای زیات پراخ او ډېر خطرناک دی، زموږ درک دا دی چې داعش په افریقا کې د خپل نفوذ د پراختیا هڅې کوي او له هغه ځايه په سیمه او اروپا کې د حملو لپاره ځان تیاروي."

جان برنان په منځني ختیځ کې دروان بحران په اړه د پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې د روسیې ملاتړ په سوریه کې د بشار الاسد د واک له ټینګېدو سره مرسته کړې.

د هغه په وینا، بشار الاسد تېر کال دا وخت د اوس په پرتله په ډېر کمزوري موقعیت کې و.

XS
SM
MD
LG