د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

نیویارک ټایمز: د نښتو له امله د تورخم لار تړل شوې ده


امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د تورخم پر جګړې لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي چې د یکشنبې په شپه او دوشنبې په ورځ په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جدي ستونزه پیدا شوه، داسې ستونزه چې عادي نه وه.

د دې لانجې په نتیجه کې د تورخم دروازه چې د دواړو هېوادو تر منځ ډیر خلک پرې سفر کوي، وتړل شوه.

نیویارک ټایمز لیکي چې مشکل تېره میاشت هغه وخت رامنځته شو چې د افغانستان سرحدي ځواکونو د تورخم له دروازې سره د اسلام اباد له لورې د پاکستان خواته د نویو تاسیساتو پر جوړیدو اعتراض وکړ.

ورځپاڼه د افغانستان د ولسمشر د ویاند هارون چخانسوري په وینا لیکي چې پاکستان په تورخم کې د نویو تاسیساتو له جوړیدو سره شوې تړونونه تر پښو لاندې کول.

د ولسمشر د ویاند په وینا په سرحدي سیمه کې باید هر کار د دواړو هېوادو تر منځ په ګډه مخته یووړل شي.

نیویارک ټایمز بیا د افغان ولسمشر د ویاند په وینا لیکي چې دیپلوماتیکي هڅې روانې دي تر څو دا لانجه د خبرو له لارې هواره شي.

تیره میاشت هم د تورخم دروازه پنځه ورځې تړلې وه چې بیا په پاکستان کې د افغانستان د سفیر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان د پوځ د مشر راحیل شریف تر ګډې غونډې وروسته پرانیستل شوه.

واشنګتن پوسټ:

یوې بلې امریکایي ورځپاڼې واشنګتن پوسټ بیا د امریکا د فلوریدا د نایټ کلب پېښه سپړلې ده.

ورځپاڼه د یو شمېر افغانانو په وینا لیکي چې د یکشنبې په ورځ د فلوریدا په یوه نایټ کلب کې د لسګونو کسانو له وژلو وروسته یوځل بیا افغانستان د نړۍ د خبرونو په سر کې ځای ونیو، خو په عادلانه ډول یاد نه شو.

عمر متین د"پلس"په نوم په نایټ کلب کې ۴۹ کسان ووژل، ورځپاڼه د جمشید سردارزي په نوم د شپږویشت کلن ځوان خبرې رااخیستې دي چې وایي، عمر متین په امریکا کې زیږیدلی، هلته ستر شوی او هلته یې واده کړی.

سردارزی زیاتوي چې د دې ترڅنګ دا فردي عمل دی.

د محمد موسی په نوم یوه تن بیا په کابل کې ورځپاڼې ته ویلي دي چې زه له امریکایي دوستانو ډیره تمه لرم چې د عمر متین عمل باید د یوه ملت، دین او هېواد کار ونه ګڼي.

واشنګتن پوسټ د امریکایي او افغان چارواکو په وینا څرګندوي چې داسې سند نه دی ترلاسه شوی چې عمر متین دې افغانستان ته په خپل ژوند کې سفر کړی وي.

ورځپاڼه د افغانانو په وینا لیکي چې د عمر متین قضیه د امریکا خپله ستونزه ده او له افغانستان سره ارتباط نه لري.

XS
SM
MD
LG