د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

عمر زاخېلوال د تورخم په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي


په تورخم کې د روانې ناکرارۍ د مهارولو لپاره د روانو هڅو ترڅنګ، بېګا بیاهم د افغانستان او پاکستان امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي.

په دې سیمه کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ وسله والې نښتې روانې دي.

د رپوټونو پر اساس، دواړو هېوادونو سیمې ته اضافي ځواکونه استولي دي.

د پاکستان لپاره د جمهور ئیس محمد اشرف غني ځانګړی استازی او سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم پرون کابل ته تر لنډ سفر وروسته، اسلام اباد ته ستون شو.

ښاغلي زاخېلوال که څه هم کابل ته تګ د خپل کار عادي برخه وبلله خو ازادي راډیو ته یې وویل چې نن چهارشنبې په تورخم کې د روان وضعیت په اړه له لوړ رتبه پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

د تورخم لاره بنده ده، په سمیه کې بازار تړل شوی، مسافر دواړو خواوو ته بند پاتې دي او د درنو وسلو د ډزو غږ اورېدل کېږي.

د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ دا نښتې د یکشنبې په ورځ چې پاکستاني لوري په سیمه کې د دروازې جوړولو کار شروع کړ، پيل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویندوي، عاصم بجوا پر ټویټر لیکلي چې د تورخم پر لاره د دروازې جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پرمهال د اسنادو د دقیقې کتنې لپاره ضروري کار دی.

خو افغان لوری وايي، په تورخم کې داسې تاسیسات باید د دواړو هېوادونو د موافقې پر اساس وشي.

د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی اوهلته سفیر حضرت عمر زاخېلوال پرون ماښام له کابله، بېر ته اسلام اباد ته ستون شو.

ښاغلي زاخېلوال بېګا ازادي راډیو ته وویل چې نن د تورخم په اړه له لوړ رتبه پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

عمر زاخېلوال زیاته کړه:

"زه به پر دې مسئله تر هرڅه وړاندې د بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د خارجه وزارت له سلاکار سرتاج عزیز سره خبرې وکړم، د دې حکومت له پوځي چارواکو سره به هم ګورم"

زاخېلوال وویل وړاندې وویل:

"د ولسمشر نظر دا دی چې دا مسئله باید د خبرو له لارې حل شي ځکه جنګ ستونزې نه حل کوي، خو د پاکستان په ګډون هیڅ هېواد خپلې غوښتنې د جنګ له لارې پر موږ نشي تحمیلولائ."

د پاکستان پوځ د تورخم په نښتو کې د خپل یوه جګړن د وژل کېدو خبر ورکړ
د پاکستان پوځ د تورخم په نښتو کې د خپل یوه جګړن د وژل کېدو خبر ورکړ

په عین حال کې، د پاکستان پوځ پرون د تورخم په نښتوکې د خپل یوه جګړن د وژل کېدو خبر ورکړ.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د دې جګړن، جوادعلي چنګېزي په جنازه کې ګډون وکړ.

د پاکستاني سرچینو په وینا، جګړن جوادعلي چنګیزي په هغو نهو پاکستاني پوځیانو کې و چې په تورخم کې زخمي شوي و او وروسته یې په تورخم کې ساه ورکړه.

په جلال اباد کې هم پرون ګڼ شمېر خلکو د هغه عسکرد جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته چې په تورخم کې په روانه جګړه کې وژل شوی و.

په مراسمو کې یو شمېر ګډونکونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول.

په لښکرګاه کې هم پرون د پاکستان پر ضد مظاهره کې یو شمېر خلکو د پاکستان بیرغ وسوځاوه.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ روابط له ډېرې مودې راهیسې خرابې دي.

کابل د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو ته په اشاره وايي، پاکستان هغو ډلو ته چې د افغان حکومت پر ضد جنګېږي، ځای ورکړی دی.

خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د سې شنبې په ورځ په تورخم کې د روان وضعیت په اړه خپل احتجاج څرګندولو لپاره، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

د پاکستان حکومت هم په دې هېواد کې د افغانستان له شارژدافیر سره خبرې کړې دي.

افغانستان وايي چې د ډیورند کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه نه مني او په دې سیمه کې یې د سرحد له جوړېدو سره مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG