د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

عزیز: د افغان سولې هدف په څو اوونیو کې نه شي ترلاسه کېداى


د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، په افغانستان کې د سولې راوستلو په لړ کې د پوځي لارې تر ناکامېدو وروسته مذاکرات يوازينۍ متبادل لار ده، خو ټينګار کوي چې "دا هدف په څو ورځو او هفتو کې نه شي ترلاسه کېداى".

ښاغلي عزيز د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د خارجه چارو په دفتر کې د خپل حکومت د درې کلنې دورې په برياوو او ورپېښو ستونزو په تړاو خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې"له چين، امريکا، روس، افغانستان او د منځنۍ ايشيا له هېوادونو سره ښه اړيکې لرل يې د بهرنۍ پاليسۍ مهمه نقطه ده."

د عزيز په خبره، پاکستان د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکي غواړي او زياتوي، پاکستان غواړي د افغانستان د سولې په بهير کې کردار ولوبوي.

د روان کال په لومړېو کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان څلور اړخيزه کومېټه جوړه شوه، چې تر دې دمه يې پېنځه غونډې کړي دي.

د دغې کمېټې وروستۍ غونډه د تېري میاشتې په ۱۸مه نېټه په اسلام اباد کې وشوه چې بيا تر دغې غونډې یوازې درې ورځې وروسته په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور ووژل شو.

ښاغلي عزيز خبري غونډې ته وويل چې دغه بريد د افغانستان د سولې پروسې ته زيان رسولى او په خبره يې چې په دې اړه بۀ له امريکايي چارواکيوسره خبرې وکړي.

که څه هم نوموړي د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو بريد د افغانستان د سولې پروسې ته زيان رسوونکى وباله خو د دې ترڅنګ يې مذاکرات د افغانستان د شخړې د حل يوازينۍ لار وبلله او ويې ويل چې څلور واړه هېوادونه بايد په دې لړ کې کوښښونه وکړي.

ښاغلي عزیز زیاته کړه:

''زموږ بنیادي خبره دا ده چې له پنځلس کلونو راهیسې افغانستان، امریکا او اتحادیانو یې کوښښ کولو چې پوځي لار دې کامیابه شي او یو لاک دېرش زره اتحادي ځواکونو دا کار کولو خو کامیابي ترلاسه نه شوه نو اوس د دې متبادل مذاکرات دي خو هغه په یو څو ورځو یا هفتو کې نه شي کېدلای، د هغوی لپاره وخت او کوښښونه د څلور واړو ملکونو له خوا پکار دي نو موږ په دې لار خپله پالیسي مخ په وړاندې بوځو او هیله ده چې افغانستان به هم له موږ سره اتفاق کوي چې دا عمل مخ په وړاندې بوتلل پکار دي.''

سرتاج عزيز همدا شان په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پر ضد د ضرب عضب پوځي عملياتو او د نېشنل ايکشن پلان يادونه هم وکړه او ويې ويل چې د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې دغو اقداماتو ښه نتيجه ورکړې او په ترهګريزو پېښو کې څرګند کمى راغلى دى.

د خارجه چارو د سلاکار په وينا، د پاکستان خارجه پالیسي له ټولو هېوادونو سره تجارتي او اقتصادي تعلقاتو ته په وده ورکولو جوړه شوې.

نوموړي په تېرو درېېو کلونو کې د خپل حکومت په برياوو کې د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي راهدارۍ پروژه تر ټولو لویه بريا وبلله او زیاته يې کړه، چې له دې پروژې څخه د پاکستان اقتصاد تر ډېره ځایه ښه کېدلی شي.

ښاغلي عزيز خبريالانو ته وويل چې پاکستان له هند سره د مذاکراتو عمل جاري ساتل غواړی او په خبره يې چې په جنوبي ایشیا کې د طاقت توازن د برقراره ساتلو پرېکړه به پاکستان کوي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG