د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

فارن پالیسي: د مودي لوبه په ایران او افغانستان کې


فارین پالیسي خپرونې د چابهار د بندر په اړه مقاله خپره کړې ده، د دې مقالې عنوان دی، "د مودي لوبه په ایران او افغانستان کې"

د مقالې په پیل کې لولو چې د هند صدراعظم نریندرا مودي تېره میاشت له افغانستان او ایران سره د ترانزیت د مهمې لارې تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې هند به د ایران په دغه جنوبي ښار، چابهار کې پنځه سوه میلیونه ډالر ولګوي او نوي ډیلي ژمنه کړې ده چې د ازاد تجارتي زون د رامنځته کېدو لپاره به د چابهار ښار په نورو سیمو کې ۱۶ میلیونه ډالر مصرف کړي.

همداراز به د تړون له مخې له چابهاره تر افغانستان پورې نوې لارې او د اورګاډي کرښه جوړه شي.

د فارین پالیسي په وینا دا لاره به منځنۍ اسیا او ورها خوا ته د تجارت په یوې نوې لارې بدله شي.

خپرونه بیا لیکي، په ظاهر کې دا پانګونه لږ ده او له چابهاره شپیته مایله لرې په ګوادر بندر کې چین ۴۶ میلیارډه ډالر لګوي، خو فارین پالیسي لیکي چې چابهار د جیوپولټیک ارزښت له پلوه ډېر مهم دی او د امریکا ګټې خوندي کوي، ځکه چې د امریکا دوو دوستانو، هند او افغانستان ته یې ګټه رسېږي.

د لوېدیځ دوو نورو چاپي خپرونو بیا په افغانستان کې د یکشنبې د ورځې پېښې ته اشاره کړې ده چې دوه خبریالان په کې ووژل شول.

د بې پولي خبریالانو ټولنې په خپله خپرونه کې د امریکا د ملي راډیو یا NPR د خبریال ډیویډ ګیلکي او د هغه د افغان ژباړونکي ذبیح الله تمنا پر مړینې خواشيني څرګنده کړې ده.

په دې لیکنه کې لولو چې د امریکا ملي راډيو له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د خبریالانو د ساتنې په تېره بیا له طالبانو څخه د هغوی د خوندیتوب لپاره هڅې زیاتې کړي.

ګیلکي پنځوس کلن و، ده له تېرو نږدې پنځلس کلونو راهیسې د عراق او افغانستان پر پېښو راپورونه چمتو کول، ۳۸ کلن تمنا بیا فوټو ژورنالست و او ده له NPR راډیو سره د ژباړونکي په توګه کار کاوه.

دوی دواړه د یکشنبې په ورځ د هلمند په مارجه ولسوالي کې له افغان پوځ سره روان وو چې طالبانو ډزې پرې وکړې او ووژل شول.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې هم همدا مساله رااخیستې ده او لیکي چې له دغو دوو خبریالانو سره د NPR راډیو دوه نور خبریالان ټام بومن او مونیکا اوستاتیوا هم سفر کاوه خو هغوی روغ رمټ پاتې شول.

ګارډین پر پېښه د افغان ولسمشر د خواخوږي پیغام ته اشاره کړې او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په وینا یې لیکلي دي چې دا پېښه یو ځل بیا هغه خطر رایادوي چې لاهم افغانان ورسره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG