د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

له ملي شورا نه د انتخاباتي اصلاحاتو د تقنیني فرمان د ژر تصویب غوښتنه وشوه


د افغانستان د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ګډې کاري ډلې وویل، د افغانستان د اساسي قانون د ۹۷ مادې له مخې ولسي جرګه نه شي کولای چې د وړاندیز شوو قوانینو د طرحو رد یا تصویب تر یوې میاشتې ډېر وځنډوي.

د دې ډلې غړو د یکشنبې په ورځ د یوې ناستې پرمهال وویل، سره له دې چې د ولسمشر له لوري د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه ولسي جرګې ته د دغه فرمان له لیږلو ډېره موده کیږي خو تر اوسه د دغه فرمان برخلیک نه دی معلوم.

ټيفا یا د افغانستان د رڼو انتخاباتو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده له ولسي جرګې وغوښتل ترڅو دا فرمان ژر تر ژره تصویب کړي.

ښاغلي ایوب زاده وویل:

"له پارلمانه زموږ غوښتنه دا ده، هرڅومره ژر چې امکان لری خپله دنده ترسره کړي، د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي او په روانو شرایطو کې ملي مصلحت همدا دی چې فرمان تصویب شي، ترڅو انتخاباتي اصلاحاتو لپاره لاره پرانیستل شي."

د افغانستان د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو دغې ګډې کاري ډلې وویل، که د ملي شورا غړي د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ولسمشر دغه فرمان رد کړي د انتخاباتي اصلاحاتو د درېدو اصلي عاملین به وګڼل شي.

دې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، د ملي وحدت حکومت له یوه نیم کال څخه په ډيره موده کې ونه توانیده چې پرته له یو شمېر نمایشي حرکتونو څخه د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره ګټور او عملي ګامونه واخلي.

دوې همدارنګه وایې، د انتخاباتي اصلاح د پروسې په ناکامۍ کې ولسې جرګه هم لویه ونډه لري ځکه چې په انتخاباتي قوانینو کې د بدلونونو د رواستلو لپاره د ولسمشر لومړی تقیني فرمان رد او د دویم فرمان په اړه بې غورې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په دې وروستیو کې د ملي امنیت شورا ناستې ته په وینا کې ټينګار کړی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به په خپل وخت ترسره کیږی او په همدې هدف یې اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې تر څو د انتخاباتو د امنیتي پلان طرحه وروستۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ادارې پلاوی وایي، اکثره وکیلان د ولسمشر د دویم فرمان د تایید پلوي کوي.

د دې جرګې منشي عرفان الله عرفان ازادي راډيو ته وویل، دغه قانون د جرګې د ګډو کمېسیونونو له لوري نهایې شوی.

"په تیرو دوه دریو اونیو کې پi دې اړه په جدیت کار شوی، پنځه لسو دایمي کمېسیونونو خپل نظریات وړاندې کړي او په دې طرحې باندې کار کړی، خوشبختانه نن ورځ د څلورم ځل لپاره ګډ کمېسیون جوړ شو چې په هغه کې دا قانون نهایې شو."

ښاغلي عرفان وویل، تمه ده چې د ریسانو کمیټه د روانې اونۍ په جریان کې د ولسي جرګې په عمومي اجنډا کې د ولسمشر د دغه فرمان د شاملولو په اړه بحث وکړي.

د افغانستان د قوانینو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانونو انتخابات باید د ۱۳۹۴ لمریز کال د ثور په دویمه نیټه ترسره شوې وای خو د بېلابېلو دلایلو له امله دا انتخابات وځنډيدل او حکومت د دغو انتخاباتو نیټه د روان کال د میزان 24 اعلان کړې ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG