د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

مسؤلین: د سړکونو او واټونو د خوندیتوب قوانین دې مراعات شي


د واټ د خوندیتوب نړیواله اوونۍ د لومړي ځل لپاره د یکشنبې په ورځ د ټرانسپورټ او فواید عامې د وزارتونو له خوا ونمانځل شوه.

د دې وزارتونو مسوولینو وویل، د بار وړونکي نقلیه وسایطو د ټولنو مسوولینو او موټر چلوونکو ته پکار ده چې د سړکونو او واټونو د خوندیتوب لپاره په دې اړه نافذ قوانین مراعات کړي.

په افغانستان کې د واټونو د خوندیتوب نړیواله اوونۍ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د دې هېواد اکثره لویې لارې او سړکونه معیاري نه دي.

د ټرانسپورټ وزارت مسوولینو وویل، سړکونه او لویې لارې د هېواد شتمنۍ دي او د بار وړونکو نقلیه وسایطو ټولنو، شرکتونو او موټر چلوونکو ته پکار ده چې د سړکونو او لوېو لارو د خوندیتوب په اړه ټول ټرافیکې، تجارتي او ټرانزیټي اصول مراعت کړي.

د دې وزارت مرستیال سید ولي سلطان وویل:

"په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د واټونو د خوندیتوب نړیواله اوونۍ نمانځل کیږي له بده مرغه په روان کال کې د څو ټرافیکې پېښو شاهدان وو.دا پېښې موږ او زموږ ټرافیکې همکارانو ته یو خبرداری دی چې باید له پخوا څخه زیات خپلو مسوولیتونو ته پام وکړو او مخنیوي ته یې جدي تدابیر ونیسو."

د ټرانسپورټ وزارت چارواکو وویل، په لارو کې د ټرافیکې پېښو او داسې نورو تخنیکي نیمګړتیاو له امله، هر کال په زرګونو افغانان له مرګ ژوبلې سره مخ کیږي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې یوازې تېرکال په ټرافیکې پېښو کې ۱۴۰۶ کسان مړه او ۴۰۰۰ ټپیان شوي دي.

تېرکال په ټرافیکې پېښو کې ۱۴۰۶ کسان مړه او ۴۰۰۰ ټپیان شوي.
تېرکال په ټرافیکې پېښو کې ۱۴۰۶ کسان مړه او ۴۰۰۰ ټپیان شوي.

همدارنګه د دې وزارت مسوولینو د بار وړونکو نقلیه وسایطو ټولنو، شرکتونو او موټر چلوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د نقلیه وسایطو د بار معیاري وزن، تخنیکې چارې، سرعت او د موټر چلوونکو پوه او تجربه په پام کې ونیسي.

په ورته وخت د فواید عامې وزارت چارواکو وویل، اوس مهال په ټول هېواد کې ۸۰۰۰ کیلو متره پاخه او ۱۴۰۰۰ کیلو متره د کریړ سړکونه موجود دي او هڅې روانې دي چې په لږه موده کې ۳۰۰۰ کیلومتره نور سړکونه هم پاخه کړي.

د دې وزارت د سړکونو د چارو رییس وویل، د سړکونو د ډېر ژر خرابېدو لامل، په نقلیه وسایطو کې له معیاره د زیات وزن بارول او لیږدول دي.

د نقلیه وسایطو د شرکتونو مسوولینو وویل، که معیاري سړکونه موجود وي او د اړوند ارګانونو له خوا ورته خدمات برابر شي، په لوېو لارو کې به د ټرافیکې او داسې نورو خطر ناکو پېښو مخه ونیول شي.

د صدا بهارد شرکت مسوول سلیمان مهمند وویل:

"موږ له قانونه سرغړونه نه کوو، موږ غواړو سپرلۍ مو هوسا اوسي، موږ نه غواړو چې پېښې وکړو، سړکونه خراب دي کله کله له پاخه سړکه وځو، هلته د ماین خطر هم شته او له مخالفینو سره مخ کیدل هم شته. له کابله تر هراته سړک خراب، پل او پلچک، پارک، ترمینل او روغتیایي مرکزونه نشته."

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ناامنیو او جنګونو وروسته، ټرافیکې پېښې بل عمده لامل دي چې ډېرخلک په کې وژل کیږي.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، غواړي په ټول هېواد کې ۱۳۱ معیاري ترمینلونه، پارګینګونه او د کابل په څلورو دروازو کې د نقلیه وسایطو د تخنیکې څار څلور ماشیینونه نصب او ټول واټونه په ضروري ټرافیکو علایمو سمبال کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG