د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

ملي ارمان: پنځمه ۴ اړخیزه غونډې بې پایلې پای ته ورسېده


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ په اسلام اباد کې د پنځمې څلور اړخیزې غونډې او همدارنګه د ناټو د بروکسل د غونډې په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په لومړي مخ کې له زیاتو جزیاتو ورکولو پرته لیکلي، په اسلام اباد کې پنځمه څلور اړخیزه غونډه د تېرو غونډو په څېر بې نتیجې پای ته ورسېده.

همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې د روسیي چارواکو له قوله لیکلي، مسکو له کابل سره د سولې په خبرو کې مرسته کوي.

وړاندې په مطلب کې د روسیې د بهرنیو چارو وزرات د ویاند په حوله راغلي، روسیه د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې خبرې ستايي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپانې لیکلي، د سولې څلو اړخیزه بهیر د وخت ضایع کېدل دي او حکومت باید بین الافغاني بهیر پيل کړي.

په مطلب کې یادونه شوې، افغان حکومت باید د سولې په اړه لکه څنګه یې چې له حزب اسلامي سره په خپله مخامخ خبرې وکړې له طالبانو سره هم همدا چاره پرمخ یوسي.

د کابل پوسټ د سرمقالې عنوان دی، د افغانستان د بحران د حل لاره پر پاکستان د نړیوالو او د امریکا د فشارونو په زیاتوالی کې ده.

بل خوا کابل چاپ یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په اړه تبصرې کړې دي.

سرخط:

سرخط لیکلي، ناټو له افغان ځواکونو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

سرخط په خپلې سرمقالې کې لیکي، د بروکسل او په افغانستان کې د نړیوال ماموریت د افغانستان لپاره ځانګړی او اساسي اهمیت لري.

په سرمقاله کې سپارښتنه شوې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید له دغه فرصت نه په درسته توګه ګټه واخلي، په دقیقو طرحو او مدابرانه پروګرامونو سره د افغانستان ثبات او بریالیتوب تضمین کړي.

ویسا:

ویسا ورځپانې د ناټو په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري څرګندونې راخیستي چې ویلي دي امریکا به د اږود مهال لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، حکومت له افغانستان سره د ناټو د اوږد مهاله ملاتړ هرکلی کوي.

لیکوال افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې د ناټو اوږد مهاله ملاتړ د افغانستان لپاره ډېر مهم دی او باید افغان حکومت له دغه ملاتړ پوره پوره ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG