د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د امریکايي پوځیانو ناڅرګند ماموریت!


د امریکايي پوځیانو د ناڅرګند ماموریت او له حکومت سره د حکمتیار د سولې په اړه څو لوېدیځو ورځپاڼو تبصرې کړي دي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د حکمتیار له اسلامي حزب سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو په باب لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د حکمتیار حزب اسلامي په افغانستان کې د دولت دوهمه ستره وسله واله مخالفه ډله ګڼل کېږي خو جنګي کسان یې د جګړې په میدان کې ډېر فعال نه دي.

د ده ډېر پلویان له طالبانو سره یوځای شوي دي خو له دې سره سره له حکمتیار سره پخلاینه به د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی لپاره یو بری وي.

هغه موافقه چې د حکمتیار او د افغانستان د حکومت ترمنځ پرې سلا شوې ده، له حزب اسلامي څخه غواړي چې خپله پوځي برخه بې وسلې کړي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د حکومت له نورو مخالفو وسله والو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

حکومت د دې په بدل کې د نورو ډلو په شان د حکمتیار د اسلامي حزب ټول بندیان خوشې کوي او د ده ډله هم د نورو جهادي ډلو په شان عفوه کوي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي ویلي چې نوموړی د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې د پروسې هرکلی کوي خو په دې شک لري چې دا کار دې د جګړې او تشدد پر کمېدو زیات اغېز ولري.

داوودزي ویلي، حکمتیار له ډېره وخته د افغانستان په جګړو کې یو غښتلی لوری نه ګڼل کېږي.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي، حکمتیار ښايي د جنرال عبدالرشید دوستم او محقق په شان چې دواړه په جنګي جنایتونو تورن دي او د حکومت جګپوړي چارواکي دي، د ۲۰۰۷ میلادي کال د بخښنې د قانون پر اساس چې پخواني ولسمشر حامد کرزي توشیح کړی و، له قانوني تعقیبه خوندي شي.

دي ټرمپيټ نشریې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي، د پنټاګون یو پټ راپور د افغانستان په عملیاتو کې د امریکايي پوځیانو مغشوشتیا ښيي.

د هغو شاهدانو په وینا چې د دې راپور لپاره ورسره مرکې شوي دي، د امریکا خاص ځواکونه په دې نه پوهېږي چې د طالبانو پر ضد په جګړه کې تر څه حده د برخې اخیستو اجازه لري.

دا اووه سوه مخیز راپور په کندوز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د هوايي حملې په اړه له څېړنو وروسته چمتو شوی دی.

د دي ترمپیټ خپرونې پر اساس د امریکا خاص ځواکونه په افغانستان کې داسې سلا کاران ګڼل کېږي چې په جګړه کې شریک نه دي خو کله چې کندوز د وسله والو طالبانو لاس ته ورغی، تهاجمي رول وروسپارل شو.

خپرونې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو د ویاند برید جنرال چارلز کلیفلنډ څرګندونو ته اشاره کړې چې نیویارک ټایمز ته یې ویلي و چې د کندوز حمله د مایوسۍ سبب وه، امریکايي سرتېرو فکر وکړ چې که حمله ونه کړي او فوراً مداخله ونه کړي نو ستونزه به لا زیاته شي.

کلیفلنډ همدا راز ویلي چې د کندوز پېښه د افغانستان په عملیاتو کې د امریکايی پوځیانو د برخې اخیستو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG