د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د کمېسیون د کار ترمعلومېدو دې د وارداتي برېښنا چارې ودرېږي


د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا غړی سید حامد ګیلاني
د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا غړی سید حامد ګیلاني

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وايي حکومت باید ملي مصلحتونو ته په پام د ګمارل شوي کمېسیون تر نتایجو له ترکمنستان څخه د برېښنا د لیږد چارې ودروي.

دغې شورا نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، که حکومت او هغوی چې له ترکمنستانه د برېښنا لېږد له مرکزي سیمو غواړي نرمښت و نه ښيې نو لويې فتنې ته به لار هواره شي.

د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وایي، د ترکمنستان د وارداتي برېښنایې مزې پر سر راپورته شویو اختلافاتو دوی اندېښمن کړي دي.

د دغې شورا د رهبرۍ غړي سید حامد ګیلاني د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې پر حکومت غږ وکړ چې د دغې پروژې څېړنې ته د ګمارل شوي کمېسیون تر نتایجو د دغې پروژې کار و دروي.

د وارداتي برېښنایې مزې پر سر راپورته شویو اختلافاتو اندېښنې راپورته کړي
د وارداتي برېښنایې مزې پر سر راپورته شویو اختلافاتو اندېښنې راپورته کړي

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د جهادي او ملي احزابو عالي شورا په دغسې حساس وخت کې د نظرونو اختلافات د تشویش وړ بولي موږ له حکومت نه هم غوښتنه کوو چې د کمېسیون د کار ترمعلومېدو ددغه پروژې چارې معطل کړي."

ولسمشر محمد اشرف غني له ترکمنستانه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د مسیر په باب د رامنځته شویو ستونزو د حل په هدف یو تخنیکي کمېسیون ټاکلی څو د دغې مسئلې ټول اړخونه وڅېړې او خپلې موندنې له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.

د جمهوري ریاست یوه ویاند دوا خان مینه پال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف د ملي شورا له یو شمېر غړو سره د کتنې پرمهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د تخنیکي کمېسیون له ارزونو وروسته به دغه ستونزه د ملي شورا سره په همغږۍ حل کړي.

وروسته له دې چې د ملي وحدت حکومت کابینې د سالنګ له لارې له ترکمنستان د برېښنا د دغه مزې پر غځولو هوکړه وکړه د جمهوري او اجراییه ریاستونو دوهمو مرستیالانو او د مرکزي ولایتونو یو شمېر اوسیدونکو ددې پریکړې پر وړاندې مخالفت څرګند کړ.

له دې ټولو سره ـ سره د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، که له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا چارې وځنډېږي افغانستان ته به دروند اقتصادي زیان ورسېږي.

د دغه وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وايي، له ترکمنستانه د ۵۰۰ ولټه برېښنا په ځنډیدو به د افغانستان دولس ولایتونه تر دوه نیمو کالو بې برېښنا وي.

هغه زیاته کړه:

"که موږ د دغه پروژې یوه برخه معطل او یا وځنډو دولسو ولایتونو ته به د برېښنا رسیدنه د دوه نیمو کالو لپاره وځنډېږي او د دغه پروژې د ساتنې او مراقبت لګښتونه به هم پر افغانستان تحمیل شي."

که د برېښنا چارې وځنډېږي افغانستان ته به دروند اقتصادي زیان ورسېږي
که د برېښنا چارې وځنډېږي افغانستان ته به دروند اقتصادي زیان ورسېږي

د افغانستان د ملي نجات جبهه هم وايي، افغانان باید له هر ډول ژبنیو، سمتي او قومي ترجیحاتو پرته د یو موټي او واحد افغانستان غوښتونکي وي.

د دغې جبهې منشي ذبیح الله مجددي وايي، که ټول افغانان هر ډول تبعیض او تفرقه و نه غندي او پرضد یې مبارزه ونه کړي نو افغانستان به هیڅکله پر خپلو پښو ونه درېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG