د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

نړیوال بانک:کاسا زر به په سیمه کې د افغانستان حیثیت لوړ کړي


د نړیوال بانک مرستيالې ریسې ويلي چې کاسا ۱۰۰۰ پروژه به په سيمه کې د افغانستان حيثيت لوړ کړي.

د افغانستان د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني نن په تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د کار د پېلېدو تر پرانېستلو وروسته وویل چې افغانستان به له دې بریښنا استفاده ونه کړي او یوازې به د هېوادونو تر منځ ترانزیټ ته لاره هواره کړي.

نړیوال بانک د کاسا زر پروژې تر ټولو زياته برخه پيسې ورکړي. په دغه پروژه کې څلور هېوادونه قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان شامل دي.

دغه پروژه به څلور واړو هېوادونو ته ګټه رسوي. صادروونکي هېوادونه، قرغزستان او تاجکستان به افغانستان او پاکستان ته برېښنا پلوري.

د نړيوال بانک مرستيالې ريسې اينيټ ډيکسن ازادي راډيو ته په دوشنبې کې وويل:

"د افغانستان لپاره دا ډېره مهمه پروژه ده. ځکه دا افغانستان ته د ټرانزيټ هېواد حيثيت ورکوي چې جنوبي اسيا له منځنۍ اسيا سره تړي. د بريښنا د لېږد له خط سره نږدې ټولې ټولنې به له دې ګټه پورته کوي. د دغو ټولنو د ملاتړ پروګرامونه به پلي شي چې په کې د افغانستان وګړي هم شامل دي او په دغه هېواد کې د برېښنا د لېږد د خط تر ټولو اوږده برخه تيريږي."

د پاکستان صدراعظم نواز شريف
د پاکستان صدراعظم نواز شريف

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د دغه پروژې په پرانېست غونډه کې د خپلې وينا پر مهال وويل:

"دا زموږ د سيمې لپاره ډېره مهمه پروژه ده چې په منځنۍ اسیا کې تاجکستان او قرغزستان په جنوبي اسيا کې له افغانستان او پاکستان سره نښلوي. موږ خوشاله یو چې د دې پروژې له پېل راهيسې څو کاله وروسته موږ اوس د دې پروژې د پلي کولو مرحلې ته ننوتلو."

په دې اړه چې دغه پروژه به د برېښنا ترڅنګ افغانستان ته نوره څومره ګټوره وي، د نړيوال بانک مرستياله ريسه اينيټ ډيکسن وايي، دغه پروژه په سیمه کې پر افغانستان اعتماد زیاتوي:

"زما په فکر دا به د اعتماد وړ ټرانزيټي هېواد په توګه د افغانستان د حيثيت په تغيرولو کې مرسته وکړي او باوري به کړي چې ټولو خلکو ته په مستقیمه توګه ګټه ورسوي. موږ هيله لرو چې د بريښنا د ليکې امنيت خوندي وساتل شي ځکه چې د ليکې شا او خوا ټول خلک به له دې پروژې استفاده کوي."

د افغانستان د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني په تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د کار د پېلېدو تر پرانېستلو وروسته وویل چې افغانستان به له دې بریښنا استفاده ونه کړي او یوازې به د هېوادونو تر منځ ټرانزیټ ته لاره هواره کړي.

د افغانستان د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني
د افغانستان د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني

ويل کيږي دغه پروژه به یو شمېر نورې اقتصادي، د چاپېريال په برخه کې او ټولنيزې ګټې ولري.

د بريښنا کمی پوره کول، ځايي خلکو ته د کار زمينه برابرول، د سوداګرۍ وده او په سیمه کې د دې پروژې د برخوالو هېوادونو تر منځ د همکارۍ زياتوالی د دې پروژې له ګټو څخه ګڼل کيږي.

په تاجکستان کې د پنجشنبې په ورځ د کاسا زر پروژې په پرانیستلو کې د افغانستان اجرایي رییس عبداله عبداله، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د قرغزستان ولسمشر الماس بیک اتمباییف او د پاکستان صدراعظم نواز شریف برخه واخېسته.

XS
SM
MD
LG