د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

ګارډین: د ګیلاني د خوشې کېدو خبر لومړی حنیف اتمر ورکړ


د لویدیځ ګڼو ورځپاڼو او چاپي خپرونو د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د زوی علي حیدر ګیلاني د خوشي کیدو مساله څیړلې ده.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې له وسله والو څخه د علي حیدر ګیلاني د خوشې کېدو خبر لومړی ځل د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر په ټلیفون په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم جپګوړي سلاکار سرتاج عزیز ته ورکړ.

ګارډین لیکي، ۳۰ کلن علي حیدر ګیلاني د پاکستان پولې ته نږدې په پکتیکا کې په داسې وخت کې وموندل شو چې د کابل او اسلام اباد اړیکي ښه نه دي او افغانستان پاکستان ملامتوي چې هغه پناه ځایونه نه په نښه کوي چې هلته افغان طالبان اوسي.

سټار اینډ سټرایپس:

یوه بله خپرونه سټار ایند سټرایپس بیا لیکي چې د علي حیدر ګیلاني له خوشې کېدو وروسته پاکستان د خوښي څرګندونه وکړه او په کابل کې د پاکستان د سفارت ویاند وویل چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده او موږ له افغان او بهرنیو ځواکونو مننه کوو چې علي حیدر یې راخوشي کړ.

علي حیدر د رضا ګیلاني زوی دی، رضا ګیلاني له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې د پاکستان صدراعظم و او د ۲۰۱۳ کال د مې په ۹ په داسې حال کې چې د پاکستان عمومي انتخاباتو ته څو ورځې پاتې وې وسله والو په ملتان کې د پیپلز ګوند پر غونډې برید وکړ، دوه تنه یې ووژل، یو شمېر یې ټپیان کړل او علي حیدر ګیلاني یې وتښتاوه.

سټار اینډ سټرایپس لیکي چې رضا ګیلاني تېر کال ویلي و چې یرغمل د ده د زوی د خوشي کېدو لپاره د القاعده د یو شمېر کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د همدې خپرونې په وینا علي حیدر په تېرو دریو کلونو کې یوځل اته دقیقې له خپلې کورنۍ سره خبرې کړې وې چې بیا یې پلار تیرکال یوه تلویزیون ته وویل چې زوی یې خوندی دی او خوشاله دی.

هیومن رایټس واچ:

د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې، هیومن رایټس واچ، بیا په افغانستان کې د وروستیو اعدامونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې شپږ طالبان په دار وځړول شول، د بشري حقونو د څار ډله یا هیومن رایټس واچ د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړ چې نور بندیان اعدام نه کړي.

دا وروسته تر دې چې په ۲۰۱۴ کال کې اشرف غني ولسمشر شو لومړی ځل دی چې د اعدام حکم یې لاسلیک کړ او دا حکم پلی شو.

د بشري حقونو د څار ډله په خپله لیکنه کې د افغانستان لپاره د خپلې موسسې د یوې جګپوړې غړې پاتیریکا ګاسمن خبرې رااخیستې دي چې وایي، د اعدام حکم د منلو نه دی او ښایي د ترورستي ګواښونو مخه ونه نیسي او برعکس نتیجه ورکړي.

XS
SM
MD
LG