د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د طالبانو په وړاندې د حکومت په دریځ کې بدلون راغلی


د څرخي پله په زندان کې د شپږو وسله والو مخالفینو د اعدام اغیزې او د کابل – کندهار په لویه لاره د پرونۍ خونړۍ ترافیکې پیښې په اړه اندیښنې او غبرګونونه د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې د وسله والو مخالفینو د اعدام په اړه خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د عدالت ټینګښت د خلکو غوښتنې ته برحقه ځواب دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د شپږو کسانو اعدامول د تروریستي حملو د قربانیانو د کورنیو غوښتنو ته رسیدل او هغو کسانو ته جزا ورکول و چې د افغان امنیتي ځواکونو او عامو افغانانو وینې تویوي.

د ورځپاڼې په باور، خلک د هغو نورو کسانو د اعدام غوښتنه هم کوي چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي او په ډله ییزو وژنو مجرم دي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي، د حکومت له دې اقدامه داسې ښکاري چې د طالبانو په وړاندې یې په دریځ کې بدلون راغلی دی.

په مطلب کې بیا د چارو د کتوونکي حسن حقیار په حواله لیکل شوي چې حکومت عقدوي او پر احساساتو ولاړه پرېکړه کړې چې د افغانستان لپاره له ګټې ډیر تاوانونه لري.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې د شپږو وسله والو مخالفینو اعدامول هغه هم د مور د نړیوالې ورځې پر سهار، هغو میندو ته یوه ډالۍ ده چې په جګړو کې یې د زړه ټوټې له لاسه ورکړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا د کابل- کندهار پر لویه لاره د غزني د مقر ولسوالۍ په سیمه کې پرونۍ خونړۍ ترافیکي پېښې ته یو تحلیلي مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې په دې پیښه کې ۷۳ تنه ووژل شول.

په مطلب کې راغلي چې ترافیکي پېښې په هر هېواد کې یو معمول دی، خو په افغانستان کې یې مرګ ژوبله له حده اوښتې ده.

د مطلب لیکوال ویلي، دا ډول پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کېږي او کله نا کله موټر چلوونکي تر خپله منځه د تیز چلونې مسابقه هم کوي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د کابل- کندهار په لویه لاره د ۷۳ کسانو قاتلین څوک دي؟

په سرمقاله کې راغلي، د کابل- کندهار پر سړک ترافیکي پېښې نوې نه دي، بلکې له دې وړاندې هم ورته خونړۍ پېښې شوي، خو تراوسه د ترانسپورت وزارت او نورو چارواکو د دغو پیښو احتمالي مخنیوي ته لازمې هڅې نه دي کړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د ترانسپورت اړوند چارواکي د دغو ۷۳ کسانو قاتلین دي او که مسئولین وجدان ولري باید له دوی سره قانوني چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG