د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

په بلخ کې کورنیو ته د مشورې ورکونې لومړی مرکز پرانېستل شو


په بلخ ولایت کې د المان، فنلنډ او هالنډ هېوادونو په مالي ملاتړ کورنیو ته د مشوره ورکونې یو مرکز په لومړي ځل خپل فعالیت پیل کړ.

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي چې دا مرکز به ښځو، کم سوادو او بې سوادو کورنیو ته د هغوی د حقونو په اړه د معلومات په برخه کې پوهاوی ترسره کوي.

د ښځو چارو وزیره دلبر نظري وايي، دا مرکز په هڅه کې دی ترڅو وکولای شي چې هم ښځو او نارینوو ته په حقوقي، دیني او ټولنیزو برخو کې پوهاوی او مشوره ورکونه ترسره کړي او دوی د هېواد د نافذه قوانینو او اسلامي قانون د موادو پر بنسټ له خپلو حقونو څخه با خبره کړي.

د ښځو چارو وزیره دلبر نظري
د ښځو چارو وزیره دلبر نظري

د ښځو چارو وزېره د یاد بنسټ د فعالیت په اړه وايي:

"دا مرکز به په مختلفو برخو کې فعالیت کوي او د ښځو چارو وزارت په هڅه کې دی ترڅو وکولای شي د دا ډول برنامو په تطبیق او خلکو ته د مشورې په ورکولو سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي او په کورنیو کې پر فامیلي اړیکو مثبت اغېره وکړي."

د افغانستان اساسي قانون ښځو او نارینه ته مساوي حق ورکړي دی، خو له قانونو څخه د خلکو نه خبرتیا سبب شوې چې د دوی انساني حقوق سلب شي او په اکثرو مواردو کې له قانون څخه نه خبرتیا سبب کيږي چې د دوی په وړاندې تاوتریخوالی ترسره شي.

د یاد مرکز د مسوولانو په خبره چې هڅه به وکړي ترڅو د کورنیو منازعاتو د حل په برخه کې او کورنیو ته د مشورې ورکوونکې په قسمت کې اساسي رول ولوبوي.

د یاد مرکز د پرانیست غونډې ګډون وال وايي چې باید تر ډېره د دې بنسټ فعالیتونه په لېرو پرتو سیمو کې ترسره شي، چېرې چې ښځې او کورنۍ د خپلو حقونو څخه بې خبره دي او تل تر تاوتریخوالي لاندې په سر وړي.

دوی وايي چې په لېرو پرتو سیمو کې باید د ښځو او کورنیو لپاره د انساني حقوقو، له طبیعي حق څخه د استفادې په برخه کې او د نافذه قوانینو په اړه عامه پوهای او مشوره ورکونې ترسره شي.

مروه د همدې غونډې له ګډونوالو ده، هغه یې په اړه وايي:

"د یاد مرکز رامنځته کېدل خپل موثریت لري او د دې بنسټ تمرکز تر ډېره لرو پرتو سیمو ته وي، دا بنسټ باید په لېرو پرتو سیمو کې او په ولسوالیو کې د خلکو ستونزو ته رسیده ګي وکړي او مشکلات یې حل کړي."

په داسې حال کې بلخ ولایت کې کورنیو ته د قوانینو او حقونو په برخه کې د مشوره ورکونې مرکز په فعالیت پیل کوي، چې د را رسېدلو راپورونو په اساس چې نسبت بل هر وخت ته اوس مهال دې ولایت کې د ماشومانو او ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG