د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

"د سولې په برخه کې هیڅ بهرني هېواد ته امتیاز نه ورکوو"


ولسمشر غني
ولسمشر غني

افغان ولسمشر وايي، د ملي ګټو او له طالبانو سره د سولې په برخه کې به هیڅکله کوم بهرني هېواد ته امتیاز ورنه کړي.

ښاغلي غني چې نن یې په کابل کې د مجاهدینو د بري په ۲۴مې کلیزې کې خبرې کولې وویل چې افغان حکومت د اصولو مطابق له طالبانو سره د سولې خبرې کړي خو که څوک پر افغانانو توره راوباسي دوي به هم په توره ځواب ورکړي.

په کابل کې د تېرې اوونۍ له خونړۍ حملې وروسته د طالبانو او پاکستان پر وړاندې د افغان چارواکو په نظریاتو کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

په کابل کې د مجاهدینو د بري د څلوریشتمې کلیزې په باب په جوړې شوې غونډه
په کابل کې د مجاهدینو د بري د څلوریشتمې کلیزې په باب په جوړې شوې غونډه

په کابل کې د مجاهدینو د بري د څلوریشتمې کلیزې په باب په جوړې شوې غونډه کې د ملي یووالي د حکومت مشرانو په هېواد کې د روانو حالاتو په اړه جدي څرګندونې وکړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدې غونډې ته په خپلې وینا کې په ستوغه ژبه وویل چې د ملي یووالي حکومت به هیڅکله د ملي ګټو او له طالبانو سره د سولې په باب کوم بهرني هېواد ته امتیاز ورنه کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د ملي یووالي حکومت هېڅکله حاضر نه و چې د ملي ګټو په برخه کې کوم بهرني هېواد ته امتیاز ورکړي او دغه کار ته به هېڅکله حاضر هم نه شي، که موږ د امتیاز ورکولو خلک و نن به دا ورځ نه وه؛ یوه شی چې څوک له دې مملکته استازیتوب کوي زموږه پنځه زره کلن تاریخ د معاملې تاریخ نه دی که مذاکرات مو کړي په اصل مو کړي په اصولو مو کړي په میړانې مو کړي اما که څوک په افغان باندې توره باسي پوه شئ چې په توره یې ولو."

ولسمشر غني همداراز وویل چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي څو دلته د مېشتو قومونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي خو افغانستان به هیڅکله ونه وېشل شي.

ښاغلي غني وسله وال مخالفین وننګول که دوی فکر کوي چې جګړه یې دیني اړخ لري او روا ده نو د افغانستان له عالمانو سره دې په دې برخه کې اسلامي بحث ته حاضر شي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د ولسمشر غني د خبرو په تایید وویل، هغوی چې له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي که له ځنډ پرته خپل سیاست بدل نه کړي ډېر زیان به وویني.

ښاغلي عبدالله وویل،له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي که له ځنډ پرته خپل سیاست بدل نه کړي ډېر زیان به وویني.
ښاغلي عبدالله وویل،له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي که له ځنډ پرته خپل سیاست بدل نه کړي ډېر زیان به وویني.

که څه هم ښاغلي عبدالله عبدالله کوم مشخص هېواد ته اشاره ونه کړه خو دا یې وویل چې لېرې به نه وي څو ټوله نړۍ په واحد دریځ کې د ترورېزم پر وړاندې ودریږي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"هغوی چې دغه جنګ یې تحمیل کړی که له خپل رفتار او سیاسته لاس وانخلي حتماً له موږه زیات قیمت به ورکړي، موږ انشاالله د خدای پاک په مرسته څنګه چې د جهاد له ازموېنې، سرلوړي او کامیابه راووتو په دغه جریان کې چې زموږ په مخکې دی په دغه محرکې کې هم د حق په صف کې قرار لرو."

افغان ولسمشر او اجراییه رییس په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تازه پاکستان چې تر ډېره د افغان حکومت د ملامتۍ ګوته ورته نیول کېږي ویلي چې د سولې خبرو ته د طالبانو حاضرول یوازې د دوي کار نه دی.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي و چې په پاکستان کې د مېشتو طالبانو پر ضد هر راز پوځي اقدام باید له ټولو اړخونو سره تر سلا مشورو وروسته وشي.

په ورته وخت کې سیاسي کارپوه یونس فکور بیا د پاکستان په مقابل کې د افغان سیاستوالو دریځونه احساساتي ګڼي او وايي چې دا ډول توندې څرګندونې به هیڅکله عملي نه شي.

یونس فکور بیا د پاکستان په مقابل کې د افغان سیاستوالو دریځونه احساساتي ګڼي
یونس فکور بیا د پاکستان په مقابل کې د افغان سیاستوالو دریځونه احساساتي ګڼي

ښاغلي فکور زیاته کړه:

"زه فکر کووم د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله دا تیزې خبرې دغه احساساتي خبرې چې عملي جنبه نه لري زه فکر کوم د داخلي مطلب لپاره دي چې ذهنیتونه لږ ارام کړي."

د مجاهدینو د بري د څلورویشتمې کلیزې په باب په جوړې شوې غونډه کې د افغانستان د علماوو شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف هم د اسلام له نظره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.

ښاغلي کشاف وویل، که څه هم د افغانستان علماوو په وار- وار له طالبانو غوښتي چې د جګړې د حقانیت په اړه له دوی سره یو جدي اسلامي بحث ته حاضر شي خو دوي له دغه کاره ډډه کړې او لا هم په هېواد کې ویني تویونې ته دوام ورکوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG