د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

"مجاهدین د یو قوي نظام جوړېدو ته پرېنښودل شول"


د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د مجاهدینو د بریالیتوب د ۲۴ مې کلیزې په مناسبت د جوړه شوې غونډې ویناوالو له خلکو وغوښتل چې اختلافونه شاته پرېږدي او په ګډه دې د دې هېواد په ابادي کې برخه واخلي.

دوی زیاتوله د افغانستان خلک او مجاهدین وتوانېدل چې د شورويانو پر وړاندې کلکه جګړه وکړي هغوی ته ماتې ورکړي، خو د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د پرلپسې لاسوهنو او ځینو داخلي ستونزو له کبله د یو ځواکمن نظام پر جوړېدو بریالي نشول.

په یاده غونډه کې چې سلګونو مجاهدینو، جهادي قوماندانانو، ځوانانو، د بېلابېلو شوراګانو غړو او د امنیتي ځواکونو یو شمېر منسوبینو برخه اخیستې وه، د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي له پلاوي سره د افغان حکومت خبرې اترې هم ګټورې وبلل شوې او غوښتنه شوه چې د دې مذاکراتو د کامیابۍ لپاره دې هڅې روانې وساتل شي.

د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، مجاهدین د پخواني شوروي د سره لښکر پر وړاندې کلکه مبارزه وکړه او هغوی يې د هېواد نه وشړل، خو د کورنیو جګړو او بهرنیو لاسوهنو له امله د یو ځواکمن نظام پر جوړولو بریالي نشول.

هغه زیاته کړه:

"د جهاد دوې موخې وې یوه له هېواد څخه د اشغالګرو ځواکونو شړل چې دا بریا د مجاهدینو په برخه شوه خو دویم هدف يې چې د یو قوي نظام جوړېدل وو، د زبرځواکونو د مداخلو ښکار شو، مجاهدین يې دې موخې ته پرېنښودل، اوس نو راځئ چې ټول مسایل شاته کړو، ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدو، خپل هېواد په یو غږ اباد کړو او په ټولو برخو کې د خپل نظام قاطع حمایت وکړو."

د حکومت د اجراییه رئيس سلاکار غازي نواز تڼي د افغانستان روان حالات ډېر پېچلي او ستونزمن وبلل او زیاته يې کړه چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې په دې هېواد کې قوي حکومت موجود وي.

ده زیاته کړه، که چېرې نظام او امنیتي ځواکونه نه وي، نو دا هېواد به له ډېرو ستونزمنو شرایطو سره مخامخ شي.

هغه زیاته کړه:

"افغانستان له سختو او پېچلو حالاتو سره مخامخ دی، له یوې خوا ګاونډیان نه غواړي چې دلته قوي حکومت موجود وي او بل لوري ته له پخواني حکومت نه هم یو شمېر ستونزې راپاتې دي، تاسو به باید له نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئ ځکه که دا نه وي نو زموږ خلک او هېواد به سختو شرایطو سره مخامخ شي."

د خوست د ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي په خپلو خبرو کې وویل، د جهاد تر بریالیتوب وروسته ځنې ستونزې پیدا شوې، خو د مجاهدینو هدفونه سپيڅلي و، د وطن د ازادي لپاره وو او تاریخ به دا څرګنده کړي چې دوی د خپل هېواد او د نړیوالو د ژغورنې لپاره څومره سترې قربانۍ ورکړي دي.

نوموړي د حزب اسلامي سره روانې خبرې اترې هم په دې هېواد کې د سولې د تامین لپاره ګټورې وبللې:

"د مجاهدینو هدف سپیڅلی وو، د وطن د ازادي لپاره وو، موږ نن هم پرې ویاړو، دا به تاریخ ثابتوي چې مجاهدینو د دې ملت د ازادي لپاره څومره قربانۍ ورکړي دي، خو نن مو هم هېواد له ستونزو سره مخامخ دی، په ټولو هېوادوالو غږ کوم چې د سولې لپاره دې هڅې وکړي او حکومت دې د حزب اسلامي سره د مذاکراتو بهیر روان وساتي."

د یادونې وړ ده چې ۲۴ کاله وړاندې د افغانستان د مجاهدینو د څوارلس کلن وسله وال جهاد وروسته په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله په مشري شوروي پلوي حکومت سقوط وکړ او د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه مجاهدینو ته واک وسپارل شو، خو د مجاهدینو په بریالیتوب سره هم یو ملي حکومت جوړ نشو، د جهادي تنظیمونو تر منځ کورنۍ جګړې پیل شوې او په دې جګړو کې تر ۶۵ زره ډیر افغانان ووژل شول.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې تامین، د جګړې پای او د هېواد د پرمختګ لپاره د ټولو خلکو ګډ کار د افغانانو هغه هیلې دي چې له افغانستان څخه د شوروي لښکرو تر وتلو ۲۸ کاله وروسته هم نیمګړې پاتې شوي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG