د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

"افغانستان معلوماتو ته د لاسرسي ازادۍ کې ۱۲۰ ځای نیولی"


د بې پولې خبريالانو ادارې نوی فهرست خپور کړی چې په کې افغانستان معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي د ازادي له مخې ۱۲۰م هېواد دی.

دغه راپور په ۱۸۰ هېوادونو کې رسنيو او معلوماتو ته د لاسرسي د ازادي وضعيت ته کتلي.

پر دې اساس د افغانستان وضعيت د ۶۰ نورو هېوادونو په پرتله ښه بلل شوی دی.

تر يو زر او يوسل زياتو چاپي، غږیزو او انځوريزو فعاليتونو د افغانستان د رسنيو فضا له غږونو ډکه کړې ده.

په هغه هېواد کې چې شا او خوا هره ورځ د جګړې او وژنو خبرونه اورېدل کېږي، د زرګونو خبريالانو ژوند هم په کې اسانه نه دی.

د جګړې له ډګره راپور ورکول، د قربانيانو عکاسي کول او له ستونزمنو وضعيتونو خبر ورکول د افغان خبريالانو د هرې ورځې کار دی.

په لويو ښارونو کې هم چې نسبتاً ارام دي، خبريالان خپلې ستونزې لري.

په کابل کې د طلوع تلويزيون خبرياله انيسه شهيد د خپلو ورځنيو تجربو په اړه داسي وايي:

"موږ چې پر هره لاره ځو، لومړی خو موټر دروي چې له دې لارې نشې تېرېدلای خو کله چې تېر شې، پر عمومي سړک عسکر راشي وايي، د عکاسي اجازه نه لرې امنيت اجازه نه کوي، په ښار کې دننه داسي سختۍ زياتې دي، په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره خبريالي هم ستونزمنه کېږي، کله چې معلوماتو ته لاسرسی نه لرې، څه ډول کولای شې راپور ورکړې؟"

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی رئيس مجيب خلوتګر وايي، نه یوازې وسله وال سخت دريځي بلکې حکومت هم افغان خبريالانو ته ستونزې جوړوي.

هغه زیاته کړه:

"افغان حکومت د پېښو د څرنګوالي، د پېښو د لومړيتوب ټاکلو د څرنګوالي او امنيتي پېښو سره اړوند رسنيو او د رسنیو کارکوونکو ته خنډونه جوړوي، په دې وروستيو کې د ملي وحدت له حکومت وروسته دا محدوديتونه زيات شوي دي او امنيتي ادارې لکه د ملي امنيت شورا په ځينو مواردو کې دغه محدودیتونه د رسنيو له مشرانو سره له تماس وروسته وضع کوي، په انتخابي او منظمه توګه فشارونه شته خو دا فشارونه د افغان حکومت پاليسي نه ده بلکې په نظام کې دننه د ځينو کسانو چلند دی چې د دې فشارونو سبب ګرځي."

دولتي چارواکو ته د دغو خبريالانو ادعاوې د منلو وړ نه دي ځکه دولت په تېره لسيزه کې د بيان ازادي د افغانستان له يو شمېر لاسته راوړنو څخه بولي.

د نافذو شويو قوانينو له مخې، افغانستان هيڅ کله د خبريالۍ لپاره د نن ورځې پراخه فضا نه وه تجربه کړې خو په دغه هېواد کې د قانون د حاکميت کمی له لويو ستونزو څخه يوه ده.

له دې ټولو ستونزو سره، د بې پولې خبريالانو ادارې په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د بيان د ازادي وضعيت د تېر کال په پرتله ښه بللی دی.

دغه راپور افغانستان ۱۸۰ هېوادونو څخه پر ۱۲۰ درجه ګڼلی په داسې حال کې چې ګاونډی هېواد ايران ۱۶۹ درجه لري.

شمالي کوريا، چين او سوريه د بې پولې خبريالانو د دې راپور د فهرست په پای کې راغلي.

په همدې فهرست کې فنلنډ، هالنډ، ناروې، ډنمارک او نيوزيلاند داسې هېوادونه ياد شوي چې په کې معلوماتو ته د لاسرسي ازادي د بل هر هېواد په پرتله زیاته ده.

XS
SM
MD
LG