د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

لا هم ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو په واکسین کې بې پروايي کوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ډاکترانو او کار کارکوونکو د یوې غونډې په جوړولو سره، د واکسین نړیواله اوونۍ ولمانځله.

د دې وزارت د پالیسۍ مرستیال د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، ماشومانو ته د پولیو د واکسین پلي کول او په ټولیز ډول خلکو ته د روغتیايي خدمتونو رسول، د دوی په لومړیتوبونو کې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هېواد له ټولو کورنیو وغوښتل چې له پنځه کالو څخه د لږعمر ماشومان واکسین کړي څو، د مرګونې ناروغیو پر وړاندې وقایه شي.

د دغه وزارت مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم د دوشنبې په ورځ د واکسین د نړیوالې اوونۍ په مناسبت په جوړې غونډه کې وویل، سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت د خپلو روغتیا یي مرکزونو له لارې خلکو ته په وړیا توګه ۱۲ ډوله واکسین وړاندې کوي خو داسې کورنۍ شته چې ماشومانو ته د واکسین په پلي کولو کې بې پروايي کوي.

ښاغلي نعیم دا هم وویل، د واکسین د اوونۍ په ورځو کې باید د مرکز ټول ماشومان واکسین شي.

د واکسین د اوونۍ په ورځو کې باید د مرکز ټول ماشومان واکسین شي.
د واکسین د اوونۍ په ورځو کې باید د مرکز ټول ماشومان واکسین شي.

هغه زیاته کړه:

"د واکسین نړیواله اوونۍ هغه ابتکار دی چې د واکسین پر اهمیت پرې تاکید کېږی او همدارنګه واضح کېږي چې د دې خدماتو رسول د وزارت په لومړیتوبونو کې دي، سربېره پردې د واکسین د ګټو د بیانولو په خاطر د عامه پوهاوي پروګرام هم پیلېږي."

ښاغلي نعیم له دیني عالمانو او د جوماتونو له ملا امامانو و غوښتل چې د واکسین د ګټو په خاطر، خلکو ته تبلیغ وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د واکسین د پلې کولو لپاره، ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال او ۲۸۰۰۰ رضا کاران ورته ګمارل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم د هېواد ځینې سیمې نا امنه دي خو د واکسین د پلي کولو مرکزونه په کې پرانیستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو ورځو کې د کونړ په ولایت کې ۳ او هلمند کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان استازی ډاکټرې ایمان وايي، د روغتیایي سیسټم پیاوړتیا او ماشومانو ته د واکسین پلي کول مهم دي.

دې وویل، د روغتیا نړیوال سازمان ژمن دی چې په دې برخه کې د عامې روغتیا له وزارت سره مرستې وکړي.

د روغتیایي سیسټم پیاوړتیا او ماشومانو ته د واکسین پلي کول مهم دي.
د روغتیایي سیسټم پیاوړتیا او ماشومانو ته د واکسین پلي کول مهم دي.

نوموړې یاته کړه:

"ډبلیو، ایچ، او، په افغانستان کې د واکسین په پلې کولو کې له عامې روغتیا له وزارت سره همکار دی، همدارنګه موږ یو ستراتیژی جوړه کړې هغه ماشومان چې واکسین شوي نه دي، واکسین شي."

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د مګړۍ په ټوله نړۍ کې ۲۲ میلیونه ماشومان د پولیو واکسین ته لاسرسی نه لري او په افغانستان یو پر پنځمه برخه ماشومان له واکسین څخه بې برې برخې دي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG